
اقتصاد
د جبل السراج سمنټو پروژه کې زرګونو کسانو ته کاري زمینه برابرېږي
د پروان د جبل السراج سمنټو د آفر ګشايي ناسته جوړه شوه.
د پروان د جبل السراج سمنټو د آفر ګشايي ناسته جوړه شوه. د کانونو او پټرولیم وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې ناسته کې د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر، د یادې پروژې د اکتشاف بهیر، استخراج او پروسس د پراختیا په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل. ټاکل شوې ده چې مؤظفه کمېټه له آفر ګشايي وروسته، د داوطلب شرکتونو د پروپوزلونو او اسنادو د ارزونې په اړه خپل کار پيل کړي. د يادونې وړ ده چې د جبل السراج سمنټو پروژه د څه د پاسه ۲۰۰ ميليونه امريکايي ډالرو په پانګونې سره، په ورځني ډول به د ۶۰۰۰ ټنو سمنټو د توليد ظرفيت ولري او زرګونو کسانو ته په مستقيم او غير مستقيم ډول د کار زمينه برابرېږي.