اقتصاد

د جبل السراج د سمنټو فابريکې توليدات دوه برابره شوي

د جبل السراج د سمنټو فابريکې د توليد ظرفيت د ورځې له ۲۰ ټنو څخه ۷۰ ټنو ته لوړ شوي دي.

د جبل السراج د سمنټو فابريکې د توليد ظرفيت د ورځې له ۲۰ ټنو څخه ۷۰ ټنو ته لوړ شوي دي. د يادې فابريکې مسئول محمد صابر وايي ،چې په دې فابريکه کې په دوو شفتونو کې شاوخوا ١٦٥ تنه په کار بوخت دي. د جبل السراج دسمنټو فابريکې مشر له مرکزي حکومت او ملي پرمختيايي شرکت څخه غواړي چې د دغې فابريکې د توليد ظرفيت د ورځې ۳۵۰۰ ټنو ته لوړ کړي، ځکه چې د اړتيا وړ تخنيکي ځواک او خام مواد په اسانۍ موندل کېږي. نوموړي وايي، چې د دې فابريکې ټول ماشينونه له کاره لوېدلي او نويو ماشينونو ته اړتيا لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button