سیاست

د جاپان پخوانی سفیر له خلیفه سراج‌الدین حقاني سره په لیدنه کې؛ افغانستان کې رامنځته شوی امنیتي وضعیت د ستایلو وړ دی

د جاپان پخواني او نوي سفیر د کورنیو چارو له سرپرست وزیر ښاغلي خلیفه سراج‌الدین حقاني سره لیدنه کړې.

د جاپان پخواني او نوي سفیر د کورنیو چارو له سرپرست وزیر ښاغلي خلیفه سراج‌الدین حقاني سره لیدنه کړې.

د افغانستان لپاره د جاپان مخکیني سفیر تکاشي اوکادا چې ماموریت یې پای ته رسیدلی، د مخې ښې په پار یې د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سره لیدنه کړې.په دې ناسته کې د افغانستان لپاره د جاپان هېواد نوي سفیر ښاغلي تاکویوشي کورمايا هم ګډون درلود.

ښاغلي اوکادا خلیفه صاحب ته هرات کې د رامنځته شوې وروستۍ زلزلې په اړه خواخوږي څرګنده کړې او د دې پېښې د قربانیانو لاسنیوي په موخه یې د ۴ میلیونه ډالرو مرستې راټولولو ژمنه کړې ده.

نوموړي افغانستان کې د خپل ماموریت پر مهال د وضعیت، مثبتو غبرګونونو او لاسته راوړنو یادونه کړې او افغانستان کې رامنځته شوی امنیتي وضعیت یې ستایلی.

نوموړي ویلي، چې د کندهار او بامیان په ګډون یې د افغانستان ګوټ ګوټ ته پرته له کومې وېرې او ستونزې سفر کړی دی.

قدرمن خلیفه صاحب د ښاغلي تکاشي اوکادا ماموریت ستایلی او مننه یې ترې کړې.

همدا راز یې نوي ټاکل شوي سفیر ته ښه راغلاست ویلی او د چارو په ترسره کولو کې یې د بریالیتوب هیله ورته کړې ده.

خلیفه صاحب ویلي، چې جاپان له افغانانو سره تل مرسته او خواخوږي لرلې او دا روحیه یې د سفیرانو په ښه ماموریت کې منعکسه وي.

د ښاغلي حقاني په وینا؛ د دواړو هېوادونو تاریخي اړیکو ته په پام سره جاپان د افغانستان په بیارغونه کې رغنده رول لوبولای شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button