سرلیکنې

د ثور اتمه ؛ افغانستان کې د کمونيزم د ماتې تاريخي ورځ!

د ثور اتمه نېټه د افغانستان په تاريخ کې د وياړلې ورځې په توګه ثبت ده. د ۱۳۷۱ ل کال په همدې ورځ د شوروي اتحاد او د کمونيزم په وړاندې د افغان ملت بې سارې مبارزې رنګ راوړ او له افغانستان څخه د کمونيزم کرغېړن ټغر ټول شو.

د ثور اتمه نېټه د افغانستان په تاريخ کې د وياړلې ورځې په توګه ثبت ده. د ۱۳۷۱ ل کال په همدې ورځ د شوروي اتحاد او د کمونيزم په وړاندې د افغان ملت بې سارې مبارزې رنګ راوړ او له افغانستان څخه د کمونيزم کرغېړن ټغر ټول شو.

که څه هم د شوروي اتحاد په وړاندې جهاد او مبارزه کې افغان ملت هم خورا ډېر زيانونه وګالل، تر يونيم ميليون پورې افغانان په شهادت ورسېدل، همدومره نور سخت ژوبل او معيوب شول او ميليونونه نور يې ګاونډيو هېوادونو ته مهاجر شول، خو بيا يې هم په خورا مېړانه له خپل هيواد څخه دفاع وکړه او اشغال يې ونه مانه.

د ثور د اتمې مبارزې د افغان ملت راتلونکو نسلونو او د نړۍ مسلمانانو ته وښودله، چې د آزادۍ لپاره پيل شوې مبارزه خامخا يو وخت کې برياليتوب ته رسېږي، اشغالګر او تېري کوونکي که هر څومره ډېر پرمختللي وسایل او تجهیزات ولري، خو د عقيدې او ايمان په وړاندې يې زور اوبه کېږي.

د شوروي اتحاد له ماتې شاوخوا يوه لسيزه وروسته د امريکا په مشرۍ لوېديځ پر افغانستان د ټولو نړيوالو قوانينو او مقرراتو خلاف يرغل وکړ، دلته حاکم مشروع نظام يې نسکور او پر ځای يې د خپلې خوښې تش په نامه حکومت رامنځته کړ.

افغان ملت د خپلو پلرونو او نيکونو په څېر د اشغالګرو په وړاندې کلک او پرېکنده دريځ ونيو، په ډېرو کمو امکاناتو يې مبارزه پيل کړه او شل کاله وروسته يې بريا ته ورسوله.

رښتيا هم چې د پلرونو او نیکونو شاهکارونه او کارنامې راتلونکي نسلونه روزي، د همت او غيرت درس ورکوي او د آزاد او خپلواک اوسېدلو پيغام ورته لري.

الحمدلله، افغان ملت پرون د شوروي اتحاد په وړاندې د بریا کليزه په داسې مهال ولمانځله، چې تازه يې د امريکا په مشرۍ لوېديځ نیواکګر هم مات کړي او پر افغانستان خپلواک او ځواکمن اسلامي نظام حاکم دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button