
د تېر جمهوريت په دوران کې د نشه يې توکو استعمال جرم نه گڼل کېده
دا زموږ مسلم حق دی څوپه دې معما وپوهېږو،چې ولې د تيرجمهوريت په دوران کې د نيشه يې توکو استعمال جرم نه ګڼل کېده چې ددغه هېواد د وګړو ترمنځ دومره آزاد و چې د ښارد واټونوپرڅنډو د کابل سيند په دواړوغاړو ترپلونولاندې او په ورو چټلوځايونوکې به په سلګونو زره بې واکه اوکاواکه نشيان پراته وو اوڅوک به يې په غم کې نه و؟ په داسې حال کې چې دنيشه يي توکواستعمال يوجرمي عمل دي اوبلا استثني د نړۍ په ټولوهېوادونوکې يې استعمال جرمي او قانوني پيګرد لري .
دا زموږ مسلم حق دی څوپه دې معما وپوهېږو،چې ولې د تيرجمهوريت په دوران کې د نيشه يې توکو استعمال جرم نه ګڼل کېده چې ددغه هېواد د وګړو ترمنځ دومره آزاد و چې د ښارد واټونوپرڅنډو د کابل سيند په دواړوغاړو ترپلونولاندې او په ورو چټلوځايونوکې به په سلګونو زره بې واکه اوکاواکه نشيان پراته وو اوڅوک به يې په غم کې نه و؟ په داسې حال کې چې دنيشه يي توکواستعمال يوجرمي عمل دي اوبلا استثني د نړۍ په ټولوهېوادونوکې يې استعمال جرمي او قانوني پيګرد لري .
بله پوښتنه داده ،چې کرزي او اشرف غني ولې د افغانستان د جمهورو رئيسانو په عنوان دخپل رعيت په وړاندې دومره بې تفاوته اوپټې سترګې وو چې په دې نه پوهېدل چې د نشه يې توکو استعمال يې رعيت د بربادۍ اوتدريجي مرګ په لور روان کړي دي .
د بشري حقوقو ټولنواوبنسټونوخود پردې ترشا د خود اراديت د نشتوالي له وجې دا حق نه درلود چې خپل غږ پورته اودغه بشري ناورين ته رسيدګي وکړي ، ګيله داده چې پخوا هم د بشري حقونوهمدا چوپه خوله بنسټونه وو چې نن يې د نجونو په عدم تدريس رمباړې ترآسمانه پورته شوي او هره ورځ پرې ګزارشونه جوړوي ، هغه وخت په نيشه يي توکو روږدي کسان فاقد حقوق اومګرانسانان نه ورته ښکارېدل چې ددرملنې او يا يې په جمهوريتي واکمنو د استعمال مخنيوي عملي کړي ، ښايي ددوي سترګې به هغه وخت ړندې وې چې تراشغال لاندې افغانستان کې يې د بشري حقونودا تخطي نه ليده (!) که په لنډ کلام يو مثال ورکړو د نړۍ په هرکفري او اسلامي هېواد کې که چېرې يوڅوک بل کس ټپي اويا يې ووژني دا څرګنده ده چې قوانين يې په اړه واضح صراحت لري اوهماغه کس به نيسي چې د عمل مرتکب شوي په افغانستان کې د سلګونو زره په نيشه يي توکو دروږديو کسانو په جرم څوک بايد محاکمه شوي واي روږدي کس که هغه څوک چې دا بازي يې دآزاد بازار د دموکراسۍ په سټيج جاري اوچالانه ساتلې وه ؟ رودي کسان خود هېواد په هره برخه کې ټولوليدل چې په پيل کې ټپي او وروسته به دخپل هغه عمل چې جرمي حق يې د ازاد بازار(!) له عملکرد څخه دپيروۍ له وجې دولت ته تکيه کېده ، د ميليونوانسانانوترسترګو لاندې مړه کېدل ، دا که د نړۍ په کوم بل هېواد کې دجرمي جرايمو په چوکاټ کې سم عمل واي ولې په ټولوهېوادونو کې پرې بنديزدی او جرم ګڼل کېږي ؟
کله چې پر رعيت مهربان اسلامي امارت واک ته ورسېد سمدلاسه يې د کوکناروکرکيله چې ددې جرايمو اصلي منبع ګڼل کېده صفرکړه. همدارنګه د جمهوريت له زمانې په ميراث پاتې ددې جرمي پديدې [دنيشه يي توکو د آزاد استعمال ] کنترول ته ملا وتړله ځکه په نيشه يي توکو روږدي کسان يې د ښارله ټولو برخو را ټول او ددرملنې په موخه يې رو غتونو ته ورسول اوپه استعمال يې نور سخت بنديز ولګاوه ، څومره نيک اوانساني عملکرد چې د نړۍ د زړه سواندي قشر د استقبال سبب وګرځېد ، که د موضوع د وضاحت لپاره څه نورهم پرمخ ولاړشو ټول پوهېږوچې د نيشه يي توکو په آزاد استعمال کې خبره څه وه ؟
د نړۍ د مغرضوټولنو يا په ډانګ پيلې د اشغالګرانوهمدا خوښه وه چې افغانان په هرډول چې وي بايد کمزوري ، د توپونو، توغنديو، چاپو ، خپلمنځي قومي جګړواو په نورو نيرنګونو کې د وژنو ترڅنګ د نيشه يي توکو د استعمال په تدريجي مرګ هم بايد له منځه ولاړشي چې دا هم ددوي د اشغالي حرص لکه د [چين اوجاپان د ترياکو جګړه ] چې د چين له خوا د جاپان شل زره بکسه ترياک چې دچينايانو د کمزروي کولو لپاره چين ته را تلل خود هانګ کانګ په بندر کې ونيول اوسمندر ته ورغوځول شول چې په نتيجه کې سخته جګړه پرې را منځ ته شوه ، په استناد يوه حربي پاليسي وه.
امريکايان اوناټويان په دغه حقيقت پوره پوهېدل چې نيشه يي توکي هغه څه دي چې افغانان پرته له دې چې په دوي ورپلمه شي له منځه يې وړاي شي اوکه احيانا ژوندي پاتې هم شي نو بې ارادې او معيوب به وي همدا انګيزه وه چې په نيشه يې توکو روږدي کسان يې د ښارپه واټونو٬ د کابل سيند په دواړوغاړوکې آزاد پرېښودل شوي وو ، د پرتوکاواکه او بې واکه نيشيانو په ليدو سره د هرچا په ذهن کې دا پوښتنه را غبرګېدله چې ولې ددغو کسانو علاج نه کېږي ، دا ټول د چا له لاسه ؟
له زړه سوي اوافسوس پرته يې بل مقنع ځواب نشي موندلاي ، دا اوس څرګنده شوه چې د نيشه يي توکو استعمال جرم دي او استعمالوونکي يې حکومت ته مجرم دي د اسلامي امارت مسئولينو دوي بندي نه بلکې ددرملنې لپاره يې د روغتون د پرستارانومهربانو لاسونو ته وسپارل
که څه هم ددغه جنايت لومړني اواصلي عاملين هغه بزګران دي چې کوکنارکري اوپه دوهم گام کې هغه کسان مجرمين گڼل کېږي چې ترياک د مافيايې کړيو په مرسته په پوډرو اړوي اود روږديو کسانو استعمال ته يې رسوي اودرېيم اوترټولومهم ګام يې هغه واکمن مقصر و، چې د آزاد بازار ترعنوان لاندې يې د نيشه يي توکو په کرکيله ٬ قاچاق ٬ سوداگري او استعمال داسې بنديز نه لګاوه لکه همدا اوس چې د اسلامي امارت له خوا پرې لګېدلي دي .
حيات الله حليم