ګزارش

د تیاتر ریاست: هڅه کوو روان کال کې مو چارې نورې هم پراخې کړو

تیاتر چې له فلم سره یې توپیر په دې کې دی، چې تیاتر په سټېج اومستقیم ډول او فلم په نورو مختلفو ځایونو کې یو داستان بیانوي، چې د تیاتر ممثل د مخاطبانو احساس مستقیم حس کوي او د فلم کرکټر یې غیر مستقیم. د دغه ادارې لپاره په ۱۳۴۳ کال کې د اطلاعات او کلتور وزارت، د هنر او فرهنګ معنیت چوکاټ کې ریاست او په ۱۳۵۹ کال په کابل پوهنتون کې ډیپارټمنټ ایجاد شو، چې اساسي موخه یې د هنرونو لکه تیاتر، راډیو، تلویزون او سینما په برخه کې د ځوانانو او لوستو کادرونو روزل و.

تیاتر چې له فلم سره یې توپیر په دې کې دی، چې تیاتر په سټېج اومستقیم ډول او فلم په نورو مختلفو ځایونو کې یو داستان بیانوي، چې د تیاتر ممثل د مخاطبانو احساس مستقیم حس کوي او د فلم کرکټر یې غیر مستقیم. د دغه ادارې لپاره په ۱۳۴۳ کال کې د اطلاعات او کلتور وزارت، د هنر او فرهنګ معنیت چوکاټ کې ریاست او په ۱۳۵۹ کال په کابل پوهنتون کې ډیپارټمنټ ایجاد شو، چې اساسي موخه یې د هنرونو لکه تیاتر، راډیو، تلویزون او سینما په برخه کې د ځوانانو او لوستو کادرونو روزل و.

په همدې مناسبت د اطلاعات او کلتور وزارت اړوند د ملي تیاتر ریاست ته ورغلم، دلته ځیني کسان د تمثیل په تمرین په حالت کې ښکارېدل؛ د همدې ریاست سرپرست رئیس عبدالجمیل خالقي سره مې خبرې وکړې، دهٔ د هېواد ورځپاڼې خبریال سره په مرکه کې وویل، چې کارونه مو تر پخوا لا ښه شوي دي، چې تېر کال مو ۱۲ نندارې پلان کې وې، خو ۱۴ مو ترسره کړلې او سږکال هڅه کوو چې دا شمېره تر ۲۲ پورې ورسوو. ښاغلي خالقي د دې برخې د پراختیا په اړه وویل: مونږه تر حده توان پورې کوشش کوو چې مثلا مونږه سږکال په سږني پلان کې، مونږه خو اوس فعل حال دا ایمنږه لمنه په بخش د وزارت اطلاعات کلتور او د معنیت فرهنګي په ریاستو یا بعضو برنامو کې چې مونږ ته د معنیت نه هدایت کېږي مونږه برنامې لرو، نو فعل حال مو یوه طرحه وړاندې کړې ده معین صیب ته، هغه لخیره دې ورځو کې شاید اوکې شي، چې له مخې یې مونږه غواړو له نورو اروګانونو سره هم ارتباط ولرو او همداسې دغه لړۍ تر ولایتونو پورې وغځوو.

ښاغلی خالقي په هغو ادارو چې په ورته برخه کې کار کوي غږ کوي چې د دې ادارې د پالیسۍ مطابق مخته لاړ شي، مونږ درسره یو او ستاسې کارونو کې به هیڅ مشکلات نه راځي، خو کومې ژمنې مو چې په پیل کې راسره کړې وې، هغې باندې ولاړ و اوسئ. هغه زیاتوي چې تیاتر په ټولنه کې د سیروم حیثیت لري او له دې لارې هڅه کوو دغه سړه جګړه له منځه یوسو او خلکو ته مثبت فکري ورکړو.

د افغانستان د سینما، تیاتر او موسیقۍ برخې یو تن کرکټر ارین خان د هېواد ورځپاڼې خبریال ته په لېږل شوي پیغام کې تیاتر د هنر د ملا تیر بلي او وایي چې تیاتر ریالیستیک(حقیقي) هنر دی او له دې لارې کولی شو د هېواد خوالې او ناخوالې انځور کړو. ښاغلی ارین زیاتوي: خبر شوم چې تیاتر فعاله دی، کار پرې روان دی، نو خدای دې وکړي چې راتلونکی یې ډېر ښه وي، زه پخپله غواړم په تیاتر کې خپلې برنامې ولرم او د تیاتر له لارې خپل کلتوري او تاریخي سوژو ته تصویر ورکړم او نړۍ ته یې وړاندې کړم.

هغه وایي چې زمونږه راتلونکی نسل ډېر څه کولی شي، نړۍ ته خپل تاریخ او قوت ښودی شي. نوموړی له حکومته غواړي چې د هنر برخې ته لا پاملرنه وکړي.

تیاتر د سینما اساس بلل کېږي او ډېری د سینما هغه کرکټران چې اوس په لوړو مقامونه کې دي، لومړي ګامونه یې د تیاتر په سټېج ایښې وي.

تاج محمد بهار

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button