
سیاست
د تورخم په ګمرک کي د قیمتي ډبرو له قاچاق څخه مخنیوی وسو
د تورخم ګمرک د صادراتو برخي منسوبینو تېره ورځ د یو اندازه قیمتي ډبرو،چيپه يوې بار وړونکيمحمولې کي ځای پر ځای سوي وې، له چاقاق څخه مخنیوی وکړ.
په دې قیمتي ډبرو کي ۴.۱۸ کیلو ګرامه د بیروج، ۹۷.۵۰ کیلو ګرامه د لیتیم، ۵.۳۰ کیلو ګرامه د ګل سولر او ۹۳۰ کیلو ګرامه د نفرایټ ډبري شاملي وې، چي غوښتل ئې په قاچاقي ډول ئې پاکستان هیواد ته ولیږدوي. قضیه د نورو څیړنو لپاره امنیتي ارګانونو ته وسپارل سوه.