اقتصاد

د تورخم دروازې بندولو سوداګرو ته له یو میلیون ډالرو ډېر زیان اړولی

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې شمېرې ښيي چې په وروستیو څو ورځو کې د تورخم دروازې د تړل کېدو په سبب د افغانستان او پاکستان سوداګرو ته تر یو میلیون ډالره ډېر زیان رسېدلی دی.د دې خونې مشر خان‌جان الکوزی وایي، د صادراتو پر زیانمېدو سربېره، د پاکستان له لارې ټرانزیټ هم له ستونزو سره مخ شوی دی.الکوزی زیاتوي، هره ورځ په نارمل ډول دواړو غاړو ته شاوخوا ۶۰۰ سوه موټر تګ راتګ کاوه، خو اوس چې دا لار تړل شوې، سوداګري سخته زیانمنه شوې ده.خان‌جان الکوزي په دې اړه کلید ته وویل:«د ورځې له یو لک نیولې تر یو نیم لک ډالرو پورې موږ ته زیان رسېږي. د مالونو د پورته کولو او ښکته کولو مسئله هم په کې راځي.

 دغه راز ځينې سبزي‌جات او مېوې خرابېږي. که مجموعاً ووایو، ممکن دواړو خواو ته تر یو میلیون ډالرو زیات زیان رسېدلي وي.»د صنعت او سوداګرۍ وزارت ډاډ ورکوي چې اوس‌ د تورخم لارې پرانېستلو لپاره له پاکستاني چارواکو سره خبرې روانې دي.د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وایي:«د اسلامي امارت مشرانو په ځانګړې توګه د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د پاکستان له سفیر سره خبرې کړې او همدارنګه د پاکستان د سوداګرۍ له وزیر سره په اړیکه کې دی. په پاکستان کې زموږ د سفارت مسوولین هم لاس په کار شوي دي. ټول هڅه کوي چې دغه کشاله چې رامنځته شوې حل او د تورخم دروازه د خلکو پر مخ پرانیستل شي.»

د سیاسي چارو ځينې شنوونکي بیا وايي چې پاکستان باید د افغانستان په اړه له دوه مخي سیاسته لاس واخلي.د سیاسي چارو شنونکی روح‌الله هوتک پر پاکستاني لوري تور پورې کړ چې د افغانستان له مجبوریتونو تل سیاسي او اقتصادي ګټه پورته کوي:

«کله چې په افغانستان کې د تازه مېوو او سبزي‌جاتو موسم رارسېږي او یا هم صادرات یې پیلېږي، نو د افغان سوداګرو پر وړاندې پاکستان لارې تړي او له دغه لارې بیا د یو سیاسي فشار له مخې ګټه پورته کیږي.»د دواړو هېوادونو د اوسېدونکو پر مخ د تورخم لارې تر تړل کېدو وروسته، د ننګرهار ځينې ځايي چارواکو هم د تورخم دروازې د پرانیستلو په اړه له پاکستاني چارواکو سره د خبرو اترو خبر ورکوي.په پاکستان کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست سردار احمد شکیب هم پر پاکستاني چارواکو غږ کړی چې د تورخم دروازه دې د عامو خلکو، ناروغانو او سوداګرو پر وړاندې ژر تر ژره پرانیزي.د تورخم دروازه د افغان او پاکستاني پوله‌ساتو ځواکونو ترمنځ د تېرې چهارشنبې په ورځ تر نښتې وروسته وتړل شوه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button