
د تـورخــم دروازې بنـدېـدوله ګټـې تاوان ډېـر و !!!
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم مهم بندر له لسو ورځو بندېدو وروسته پرون د سپټمبر په ۱۵مه د هر ډول تګ راتګ پر مخ بېرته پرانيستل شو. تورخم دروازه په داسې حال کې د پاکستان له لوري وتړل شوه، چې افغان امنيتي ځواکونو په تورخم کې سرحد ته نژدې یوه پخوانۍ امنيتي پوسته ترميموله، چې پاکستاني ځواکونو ورباندې ډزې وکړې او وروسته يې د افغانستان او پاکستان تر منځ له ټولو مهمه لاره وتړله چې د دروازې دواړو لورو ته په زرګونو مسافر او بار وړونکې لارۍ د تګ انتظار درلود.
تورخم دروازه پر ډيورنډ کرښه د خلکو د اوښتو راوښتو تر څنګ د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ لپاره هم یوه مهمه لاره ده.ګڼ افغانان د درملنې لپاره هم پېښور او یا نورو سیمو ته ځي او په ځانګړي ډول د لر او بر پښتنو تر منځ د کرښې دواړو غاړو ته خپلوۍ هم شته، چې پر دې لاره تګ راتګ کوي.خو تورخم دروازې تړل کېدو له ټولو ډېر زیان عامو خلکو او سوداګرو وکړ.افغان سوداګرو ته د لارې بندېدو له امله هره ورځ د شاوخوا يو ميليون امریکايي ډالرو زيان واوښت.پاکستاني اړخ ته يې هم زيان دروند و. داچې د تورخم دروازې په تړلو سره افغان سوداګر سخت زيانمن شول، خو په څنګ کې يې د پاکستان د تازه مېوو او ترکاريو پر مارکېټونو هم ژور اغېز وکړ او د پاکستان په ځینو ښارونو کې د تازه مېوو تر څنګ د رومي بانجانو، پيازو، کچاليو، بادرنګو او نورو سبزيو بیې اسمان ته وختلې او پېښوري خوارانو يې د اخيستلو توان نه درلود.
په افغانستان کې د تازه مېوو او سبزیو د سوداګرو ټولنې هم ويلي، چې په یاده موده کې دواړو خواوو د ولاړو لاریو ډېره برخه تازه مېوه او سبزۍ ټول له منځه تللي دي. له همدې امله د پښتونخوا په مرکز پېښور کې یو شمېر خلکو د دې لارې د دبندېدو له امله لاريون وکړ او لاریون کونکي، چې ډېری يې سوداګر، د موټرو چلوونکي او کاروباريان وو، تورخم ته نږدې تر لواړګي پورې لاړل او له پاکستانه یې د لارې د خلاصېدو غوښتنه کوله.
افغانستان چې د اسيا په وچه کې راګير هېواد دی او ټوله سوداګري يې د سيمې له ګاونډيو هېوادونو سره ده، خو د پاکستاني چارواکو له لوري د افغان سوداګرو په ځانګړې توګه د هغو افغانانو پر مخ،چې کلونه راهيسې له پښتونخوا سره راشه درشه او خپلوي لري، نه یوازې د ښه ګاونډيتوب له اصولو سرغړونه ده، بلکې د پاکستان ملي اقتصاد ته، چې ټول په صادراتو ولاړ سخت زيان اړولی،موږ په تېرو لسو ورځو کې وليدل، چې د افغاني اموالو په نه ورتګ په پېښور کې د خلکو بلغا جوړه شوه او له ټولو ګرانه بيه يې د هماغې سيمې اوسېدونکو پرې کړه!
په هر حال د پاکستاني چارواکو دا لومړۍ ځل نه دی، چې د افغانانو پر وړاندې ستونزې جوړوي، له دې وړاندې يې بلوچستان کې د افغان سوداګرو يوه لارۍ انځير وسوځول اوکراچۍ بندر کې يې هم په سلګونو د افغان توکو بار لارې درولې وې، چې دا ډول اقدامات د دوو هېوادونو ترمنځ بې اعتمادي رامنځ ته کوي.پاکستاني چارواکي په داسې حال کې د خپلو ژمنو، حاکم عرف او نړيوالو قوانينو خلاف افغانانو ته ستونزې جوړوي او د افغان کرنيزو حاصلاتو او مېوو د رسېدو پرمهال په يوه او بله بهانه دروازې تړي، چې داسې کړنې يې هېڅ د منلو وړ نه دي.
پاکستاني چارواکو د تېرو واکمنيو په دور کې هم د سياسي فشار له مخې ګټه پورته کوله او هر وخت به يې د افغاني محصولاتو پر مخ خپلې لارې وتړلې، خو داسې نه ده، لکه دوی چې فکر کړی، افغانستان اوس په اقتصادي دهلېز بدل شوی او د سیمې او نړۍ له ګڼو هېوادونو سره سوداګريزې اړيکې لري او درګرده افغاني محصولات د هوايي دهلېز له لارې تر امريکا او اروپا رسېږي،چې ښه مثالونه يې انارو جوس، انځير، انګور او داسې نور پیداوار دي، چې بهرنیو مارکېټونو ته تر دې مهاله څه باندې ۱۵ زره ټنه انګور صادر شوي او له دې درکه افغان سوداګرو ته ۸ میلیونه ۶۵۰ زره ډالره لاس ته ورغلي دي. د کندهار د سوداګرۍ خونې د معلوماتو له مخې، تېرکال له کندهاره د ۸ میلیون او ۹۹زره امريکايي ډالرو په ارزښت بهرنيو هېوادونو ته انګور صادر شوي وو. انګور د افغانستان د مېوو د تولید لویه برخه جوړوي او هرکال نیږدې ۹۰۰ زره ټنه انګور تولیدېږي. دغه راز له کندهار د ۱۶ میلیونه ډالرو په ارزښت انځير هند ته صادر شوي دي، همدارنګه له چين سره سوداګريزه راکړه ورکړه لرو هر کال په ټنو ټنو د افغانستان جلغوزې چين ته صادرېږي!
لنډه داچې پاکستان تل د افغانستان په وړاندې دوه مخی سياست غوره کړی او هېڅکله نه غواړي، چې افغانستان دې باثباته او پر مختللی هېواد وي، په داسې حال کې چې د اسلامي امارت په راتګ سره په ټول هېواد کې امنيت راغلی او هېچا ته نور د دې اجازه نه ورکوي، چې افغانستان کې لاسوهنه وکړي او يا يې د پرمختګ او ترقۍ مخه ډب کړي، موږ وينو چې همدا اوس د نړۍ د هېوادونو ډېرې پانګه وال په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتيا لري، او درګرده د اسلامي امارت لوړپوړي چارواکي د افغان محصولاتو د صادرولو په برخه کې د بديلو لارو په لټه کې دي ډېر ژر به د چابهار بندر له لارې ټول افغاني محصولات د نړۍ هېوادو ته صادر شي،دغه راز حکومت همدا اوس هغو بنسټيزو پروژو ته لومړیتوب ورکړی،چې افغانانو ورته څه ناڅه څلوېښت کلونه انتظار ويست، له همدې امله افغانستان پخوانی نه دی، چې ګاونډيانو به ورسره د مستقل هېواد په توګه ورسره چلند نه کاوه، نو په کار ده،چې پاکستان د افغانستان پر وړاندې صادقانه او محترمانه تګلاره غوره کړي تر څو اړیکي مو پیاوړی او خلکو مو هوسا ژوند ولري.
احمد راشد