سرلیکنې

د تعلیمي مراکزو پر کیفیت جدي څارنه په کار ده!

که د هېواد په لرو بر کې د خپلو تعلیمي ادارو شمېر ته پام وکړو، نو معلومېږي، چې موږ نسبت خپل اقتصادي توان ته په کافي اندازه تعلیمي ادارې لرو.

که د هېواد په لرو بر کې د خپلو تعلیمي ادارو شمېر ته پام وکړو، نو معلومېږي، چې موږ نسبت خپل اقتصادي توان ته په کافي اندازه تعلیمي ادارې لرو. لکه په ټولو ولایاتو کې دولتي پوهنتونونه، لېسې، ابتدائیه ښوونځي، کلیوال واړه ټولګي، دیني جامعات، د تخصص دورې، د هلکانو او نجونو مدرسې او بیا په هر جومات کې د ماشومانو لپاره لومړنۍ زده کړې ،خو  بله خوا کله چې کیفیت ته یې وکتل شي، نو د لمر په شان ښکاره معلومېږي ،چې نصابونه نیمګړي، کتابونه د وخت له غوښتنو سره مخالف، استادان بې تجربې او بې تدریبه ، د تدریس طریقې غلطې،داخلې بې قید و شرطه،ازموینې سرسري، نتایج مساوي او داسې نورې هغه ستونزې اونیمګړتیاوې دي ،چې زموږ د ټولو تعلیمي ادارو علمي کچه یې انتهایي ډېره ښکته کړې، فاضلان او فارغان یې بې حیثیته او علمي مراکز یې کاملاً بې اعتباره کړي دي. بناءً دا هغه ستونزې دي ،چې بې  له شکه زموږ د ټول ملت د بدمرغۍ او پر شاتګ  لامل ګرځي، تر دې چې که موږ د خپلو علمي ادارو پر اصلاح او سمون غور ونه کړو، یقیناً ،چې زموږ  ټول ولس به په دنیا او  آخرت کې زیانمن  وي، ځکه داچې موږ  په واقعي توګه د دین پر مفهوم سم پوهېدلی ملا او مفتي ونه لرو، طبیعي ده ،چې عام ولس بې لارې کېږي او  د شیطان پر غلطو مشورو به درومي. همدارنګه چې رسېدلی او ماهر ډاکټر ونه لرو، د دې پر ځای ،چې روغتون او کلینیک کې مو د رنځورانو درملنه وشي، لا به یې وضعیت خرابېږي او یا به یې مړه جسدونه کورته انتقالېږي. همداسې انجنیر، قوماندان او نور مسلکي خلک درواخلئ. البته موږ  پوهېږو ،چې د اسلامي امارت مشران ټول په دې هڅه کې دي ،چې نصاب او کتابونه تجدید، دیني او عصري څانګې سره نږدې او همغږې او د پوهنې کچه لوړه او د وخت له غوښتنو سره برابره کړي، خوښکاره ده ،چې دغو اهدافو ته رسېدل هم وخت غواړي او هم وسایل او مالي توان، خو بیا هم په لنډ مهاله توګه څه چې سملاسي اړین او ممکن دي ،هغه دادي ،چې د داخلې، تدریس  او فراغت د ازموینو ښه په کلکه څارنه وشي او هر ناکام او  نالایقه کس ته خو بايد د فراغت اسناد ورنه کړای شي. لکه چې له بده مرغه دا نیمګړتیا نن سبا په دیني مدارسو کې بیخي زیاته ده ،تر دې ،چې ډېرو مدرسو کې داسې هم لیدل شوي، چې مثلاً:  د درس وخت  کې د طالبانو شمېر سل، پګړۍ تړلو کې یو سل او پنځوس او سندونه دوه سوه کسانو ته ورکړ شوي. په دې اساس  د دغې نیمګړتیا فوري مخنیوی په کار دی او  دغه شان د درسي وختونو څارنه او د مناسبو کتابونو ټاکنه هغه څه دي ،چې د حکومت په اېکي یو حکم سره یې بشپړه چاره کېدلی شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button