سیاست

د تشکيلاتو او معاشونو تنظيم کمېسيون غونډه ترسره شوه

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د تشکيلاتو او معاشونو تنظيم کمېسيون غونډه ترسره شوه.

دغه غونډه د تشکيلاتو او معاشونو تنظيم کمېسيون غړو او د عدليې او سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارتونو باصلاحيته استازو په ګډون ترسره شوه او پکې د يادو ادارو د پخواني کال لاسته راوړنې او د ۱۴۰۲ کال بودجه او مالي پلان وارزول او هر اړخيز بحثونه پرې وشول.

په دې غونډه کې ټينګار وشو چې ادارې دې د تشکيلاتي تورم مخنيوی او مسلکي برخو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

په پای کې، د تشکيلاتو او معاشونو تنظيم کمېسيون له لوري د يادو ادارو د ۱۴۰۲ کال د تشکيل، بودجې او مالي پلان په اړه لازم تصميمونه ونيول شول‌.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button