سیاست او دولت

د ترکيې سفير : هڅه کوو، چې د هرات رېل پټلۍ له لارې افغانستان ته بشري مرستې ورسوو

د کورنيو چارو وزارت سرپرست خليفه سراج الدين حقاني په افغانستان کې د ترکيې له سفير جهاد ارګينای او مل پلاوي سره وکتل.

د کورنيو چارو وزارت سرپرست خليفه سراج الدين حقاني په افغانستان کې د ترکيې له سفير جهاد ارګينای او مل پلاوي سره وکتل. په دې کتنه کې د کورنيو چارو وزارت سرپرست له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې له ترکيې  د همکاريو مننه وکړه.په ورته وخت کې په افغانستان کې د ترکيې سفير جهاد ارګينای د امنيت د ټينګښت په برخه کې د کورنيو چارو وزارت د سرپرست هڅې وستايلې او په دې برخه کې يې د لا ډېرو هڅو غوښتنه وکړه. ده زياته کړه، چې ترکيه غواړي د هرات د رېل پټلۍ له لارې افغانستان ته بشري مرستې ورسوي او هڅه کوي خپلې مرستې دوامداره وساتي.د يادونې وړ ده، چې د ترکيې سفير له دې وړاندې د بهرنيو چارو وزارت له سرپرست سره په کتنه کې خبر ورکړی و، چې د دغه هېواد د بشري مرستو ۷مه جوپه به ژر افغانستان ته را ورسېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button