ګزارش

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې د سرپرست او د لوړو زده کړو د وزیر ترمنځ دوه اړخیزه ناسته تر سره شوه

د تخنیکي او مسلکي زدکړو ملي ادارې سرپرست الحاج مولوي غلام حیدر شهامت د هېواد د لوړو زدکړو له وزیر شیخ ندا محمد ندیم سره دوه اړخیزه ناسته ترسره کړه.

64 / 100

د تخنیکي او مسلکي زدکړو ملي ادارې سرپرست الحاج مولوي غلام حیدر شهامت د هېواد د لوړو زدکړو له وزیر شیخ ندا محمد ندیم سره دوه اړخیزه ناسته ترسره کړه.

د دې غونډې محور؛ د دواړو بنسټونو ترمنځ د ګډو همکاریو او د تجربیاتو تبادله ویل شوې ده.

په همدې حال کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د یادې ادارې د پروګرامونو په اړه توضیحات ورکړل او دواړو لورو په بېلابېلو نورو موضوعاتو او د ګډو همکاریو پر څرنګوالي خبرې وکړې.

په دې کتنه کې د تفاهم‌لیک پر بنسټ د ظرفیت لوړونې، نصاب او علمي څېړنو په برخه کې د همکاریو پر پیل هوکړه وشوه.

له بلې خوا د لوړو زده کړو وزیر ژمنه وکړه چې د تخنیکي او مسلکي زدکړو د مرکزونو استادان او فارغان به له یوې اختصاصي ازموینې وروسته د ماسټرۍ او دوکتورا په دورو کې د شاملېدو لپاره د هېواد په پوهنتونونو کې شامل شي.

همدارنګه په دې کتنه کې دواړو لورو ټینګار وکړ چې په هېواد کې د علومو پرمختګ د تعلیمي او تحصیلي بنسټونو ترمنځ همغږۍ ته اړتیا لري او دا همغږي باید نوره هم پیاوړې شي.

له بلې خوا په دې غونډه کې د تخنیکي او مسلکي زدکړو ادارې او د لوړو زدکړو وزارت ترمنځ په نړیوالو علمي پروګرامونو کې د ګډون، د ګډو علمي نندارتونونو د جوړولو او د تجربیاتو د تبادلې پر څرنګوالي هم خبرې وشوې.

دواړو خواوو هوکړه وکړه چې په هېواد کې د علومو د ودې او پرمختګ لپاره د علمي بنسټونو ترمنځ یادې ناستې باید دوام وکړي او د ګډ تفاهم‌لیک پر بنسټ به همکارۍ پر مخ یوړل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button