ټولنه او کلتورمقالې او تبصرې

د تخلصونو رواني اغېز

انسان چې ژوندوی وي، روح – روان ورسره حتمي خبره ده. د انسان په رفتار، کړنو او خبرو تاثیرات له مختلفو اړخونو وي. روان هغه برخه ده چې هر څه نه ژر متاثیر کېږي.

انسان چې ژوندوی وي، روح – روان ورسره حتمي خبره ده. د انسان په رفتار، کړنو او خبرو تاثیرات له مختلفو اړخونو وي. روان هغه برخه ده چې هر څه نه ژر متاثیر کېږي.

کله چې یو ماشوم وزیږیږي، د کورنۍ له لوري ورته نوم غوره کېږي. دغه نوم د کورنۍ په خوښه وي، د شخص/ ماشوم په کې هېڅ ډول ګډون نه وي. همدا وجه ده، چې نوم د شخص په رواني حالت باندې ډېر اغېز نه لري. کېدای شي، ځينې نومونه په انسانانو کې ځېنې نښې ولري؛ خو دا له تصادفاتو هاخوا نور څه نه وي. د انسان جوړښت له دوه اړخونو نه وده کوي، یو هم فزیکي او بل رواني اړخ دی. دغه دواړه اړخونو هم مهاله وده کوي. کله چې ماشوم د مور په ګېډه/ نطفه کې جوړښت ومومي، فزیکي او شخصیتي وده یې پیلېږي. فزیکي یې له خواړو او شخصیتي یې پر ټولنې له مسلط متن نه وده کوي. هره ټولنه ځانګړی چاپېریال لري، دغه چاپېريال کې سیاسي، فرهنګي، اقتصادي، اخلاقي… پدیدې په مستقیم او غیر مستقیم ډول تاثیر لري. د وخت په تېرېدلو او د ماشوم په لويېدلو سره یوه نه یوه برخه د هغه په شخصیت باندې تاثیر کوي.

ماشومان چې د ځوانۍ مرحلې ته ورسېږي، له چاپېریال نه په اغېزې سره د ځان لپاره تخلص ټاکي. تخلصونه اکثراً د اشخاصو له لوري د ځان لپاره غوره کېږي. اوس وخت د نړۍ په هر ځای کې اشخاص د تخلصونو له مخې پېژندل کېږي. ډېر خلک شته چې اصلي نومونه باندې یې څوک نه پېژني. یو علت یې دا دی چې خلک غواړي، د خپل رواني شخصیت له مخې یې، نور وپېژني. د تخلصونو په ټاکلو کې مو مخکې وویل چې چاپېریال تاثیر لري. د تخلصونو په ټاکلو کې اشخاص کوښښ کوي، چې د خپلو دروني غوښتنو له مخې د ځان لپاره تخلص غوره کړي. یا هغه ارمان چې دا یې لري یا غواړي چې ورته ورسېږي، هماغه ارمان په یوه کلمه کې د ځان لپاره غوره کوي. فرویډ د انسان شخصیت په درې برخو وېشي، ایډ، ایګو او سوپر ایګو. ایډ د انسان ناپای غوښتنې دي، چې له ماشومتوب نه په دغه برخه کې ذخیره کېږي؛ دغې برخې ته لاشعور هم وایي. کله چې په لاشعور کې د انسان غوښتنې راټولې شي په مختلفو وختونو او بڼو باندې غواړي چې عملي شي، د هغې لپاره مبارزه کوي. د همدغه لاشعور د غوښتنو په اساس هم شخص د ځان لپاره تخلص غوره کوي.

په اشخاصو باندې تخلص رواني اغېزه کوي. مخکې مو وویل چې د انسان د غوښتنو پر اساس تخلص غوره کېږي. هر تخلص تاثیر لري. کله چې څوک د ځان لپاره مجروح تخلص کوي، حتماً به دردېدلی وي، همدغه تاثیرات یې په راتلونکي کړنو باندې یې هم اغېزه کوي. زما یو ټولګیوال وه، هغه مجروح تخلص د ځان لپاره غوره کړ، له څه مودې وروسته ورته ګڼې ناروغۍ پیدا شوې، بل ورځ یې ماته وویل: له هغې ورځې مې چې د مجروح تخلص غوره کړی، هېڅ ښه ورځ مې نشته. هماغه وو چې تخلص یې بدل کړو. د تخلص له بدلون سره یې روغتیا کې هم تغییر راغی. داسې نه ده چې ډېره سلنه به دې تخلص تاثیر وي؛ خو روان یې له ځانه پوښتنه کوي، چې ولې مې مجروح تخلص غوره کړی. د تخلص غوره کول د اشخاصو د مفکورو او مسلک په اساس وي. هغه څوک چې جنګیالی وي یا جنګي فکر ولري، هغه د ځان لپاره د جنګ – جګړو اړوندو کلمو نه تخلص غوره کوي. لکه: د نظامیانو ډېری تخلصونو سنګر، اتل، غورځنګ، مبارز، تندر… وي. د لیکوالو او او شاعرانو بیا بل ډول وي. د سیاستوالو هم د خپل مسلک ته په کتلو سره د ځان لپاره تخلص غوره کوي. هغه څوک چې قومي، نسبي، مکاني… تخلصونو غوره کوي په دې کې هم له رواني حالته خالي نه دی. ځکه انسان پر خپلو ویاړونو او هویتونو باندې افتخار کوي. کله چې د یو چا لپاره یې پلار، قوم، ځای… الګو وي؛ نو د همدې الګو له مخې تخلص ټاکي. تر وروستي حد پورې له قوم، ځای… سره مینه کول، رواني ناروغي ده، چې نرګسیت ورته وایي. د فرویډ له نظره د نرګسیت ناروغي د لاشعور له غوښتنو نه پیدا کېږي.

په پایله کې ویلی شو،چې د اشخاصو تخلصونو د هغو د غوښتنو، مفکورو او ارمانونو پر اساس ټاکل کېږي. همدغه غوښتنې یې د انسان په لاشعور کې وي، چې د بیا بیا راپورته کېدلو پر اساس د اشخاصو په رواني حالت باندې تاثیر کوي. همدغه تخلصونو چې د رواني حالتو پر اساس ټاکل کېږي؛ د انسان په ورځني ژوند، خبرو او رفتار باندې هم تاثیر لري.

شاه محمد بشیر

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button