اقتصاد

د تخار په ورسج ولسوالۍ کې د اوبو د نوي بند د جوړولو چارې پيلېږي

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطيف منصور تخار ته د خپل سفر په ترڅ کې د تنګي ورسج بند د جوړولو له بهير څخه د ليدنې پر مهال وويل، چې په دې ولايت کې د بندونو د جوړولو لپاره درې ځايونه شته، چې په نږدې راتلونکي کې به د يوه بند د جوړولو کار پيل شي.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطيف منصور تخار ته د خپل سفر په ترڅ کې د تنګي ورسج بند د جوړولو له بهير څخه د ليدنې پر مهال وويل، چې په دې ولايت کې د بندونو د جوړولو لپاره درې ځايونه شته، چې په نږدې راتلونکي کې به د يوه بند د جوړولو کار پيل شي. عبداللطيف منصور زياته کړه، چې يوازې د تنګي ورسج بند په جوړېدو سره به د اوبو د مهارولو تر څنګ ۳۶۵ زره جريبه کرنيزه ځمکه  خړوبه، او  ۸۰ ميګاواټه برښنا به توليد شي، چې د بدخشان، کندز او تخار د اوسېدونکو اړتياوې به پوره کړي. ده وويل، په تخار کې د برښنا درې مزي شتون لري، چې په کې لوى پورته کوکچه، لاندې کوکچه او تنګي ورسج شامل دي او په نږدې راتلونکي کې به يې د يوه بند چارې پيل شي.نوموړي زياته کړه، د تنګي ورسج بند د ٨٠ مېګاواټه برښنا په ظرفيت، د پورته کوکچې بند د ٤٠ مېګاواټو په ظرفيت او د لاندې کوکچې بند د ٤٥٠ مېګاواټه برښنا د توليد په لرلو سره د دې وزارت په پراختيايي پلان کې شته دي.ملا منصور د تنګي ورسج د برښنا بند څخه د ليدنې پر مهال چې کار يې د محمد داوود خان د واکمنۍ پر مهال پلان شوى و او تر اوسه نه دى بشپړ شوى، زياته کړه چې موږ پلان لرو د تنګي ورسج په سيمه کې د برښنا بند کار پيل کړو. باختر

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button