
ټولنه او کلتور
د تحصیلي نصاب بیاکتنه ۵۰ سلنه بشپړه شوې
د لوړو زدهکړو وزارت وايي، د تحصیلي نصاب د بیا کتنې کار ۵۰ سلنه بشپړ شوی دی. د دغه وزارت د نصاب مشر عبدالروف فراهي وايي چې تر دې دمه په بېلا بېلو برخو کې د لېسان او ماسټرۍ په برخو کې له ۸۰ ډېر درسي نصابونه وروستي شوي دي. د فراهي په وینا د پاتې ۵۰ سلنې تحصیلي نصاب بیا کتنې کار هم روان دي. بلخوا د پوهنتونونو یوشمېر استادان او زده کړیالان وايي، د نصاب باید د نړۍوالو معیارونو پر بنسټ وشي. لوړه زده کړو وزارت د تحصیلي نصاب بیا کتنې په اړه داسې مهال څرګندونې کوي چې لا هم پوهنتونو ته د ښځینه زده کړیالانو د تګ برخلیک معلوم نه دی.