شریعت

د تاريخي آبداتو د ساتنې په موخه بلخ کې د قوش تیپې کانال مسير بدلیږي

د ملي پراختيا شرکت ويلي چې په بلخ کې د تاريخي آبداتو د خونديتابه په موخه د قوش تپې کانال مسير بدلوي. په بلخ کې د کانال د پروژې مسوول فريد عظيم ويلي چې د کلدار او دولت اباد ولسواليو  تر منځ یو شمېر تاريخي ابدات د کانال په مسير کې واقع دي

د ملي پراختيا شرکت ويلي چې په بلخ کې د تاريخي آبداتو د خونديتابه په موخه د قوش تپې کانال مسير بدلوي. په بلخ کې د کانال د پروژې مسوول فريد عظيم ويلي چې د کلدار او دولت اباد ولسواليو  تر منځ یو شمېر تاريخي ابدات د کانال په مسير کې واقع دي چې له کبله یې د کانال د مسير د بدلولو پرېکړه شوې ده. عظيم ويلي چې ياد تاريخي ابدات د هېواد د هويت او کلتور برخه ده، له همدې کبله یې دوی ساتنې او خونديتابه ته لومړيتوب ورکوي. د ملي پراختيا شرکت چارواکي وايي چې د کانال د مسير بدلول به يوازې درې ميليونه افغانۍ اضافي لګښت ولري. د يادونې وړ ده چې د قوش تپې کانال د لومړي فاز د رغونې چارې په ۱۲۰ نقطو کې روانې دي چې په يوه وخت پکې ۵۹۰۰ تنه په کار بوخت دي. چارواکي وايي چې د کانال د لومړۍ برخې کارونه به تر شپږو راتلونکو مياشتو پورې بشپړ شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button