مقالې او تبصرې

د بې کیفیته توکو مخنیوی غوره اقدام دی

افغانستان ته له بهرنیو هېوادونو د بې کیفیته توکو لکه تېل، ګاز، درمل، خوراکي مواد او ډول ډول نورو توکو مخنیوی په حقیقت کې د اسلامي امارت مسئولو ارګانونو له اساسي دندو او مکلفیتونو  شمېرل کېږي، چې په دې برخه کې استقامتي ارګانونه په پوره جدیت سره خپلې چارې پرمخ بوزي، ترڅو په بشپړه توګه هېواد ته د هېڅ ډول غیر ستندرد توکو د داخلېدو اجازه ورنه کړل شي او د هغو اشخاصو او افرادو مخه دې ونيول شي، چې په غير قانوني توګه له ګاونډیو هېوادونو بې کیفیته توکي راواردوي او عاملین دې عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي کړي، د یادونې وړ ده چې د سټنډرډ ملي ادارې د خپل استقامتي مسوولیت له مخې هڅه کړې چې په پوره جدیت سره هېواد ته د بې کیفیته تیلو د داخلېدو مخه ونیس، چې له نېکه مرغه دغه اداره توانیدلې، چې بې کیفیته تېل بېرته اړوندو هېوادونو ته مسترد کړي، همداشان یادې ادارې له ټولو ســوداګرو غوښتنه کړې، چې هېواد ته د بې کيفيته توکو له راوړلو ډډه وکړي.په دې اړه د اسلامي امارت مسئولو ارګانونو د جدي څارنې، کنټرول او تفتیش په لړ کې له مختلفو درملتونونو بې کیفیته او تاریخ تېر درمل، له دوکانونو او هټیوالو بې کیفیته او تاریخ تېر خوراکي توکي په پرله پسې ډول را ټول او سوځول شوي دي. دا واقعآ ډېر ښه کار دی او هیوادوال په دې برخه کې د مسئولو ارګانونو کړنې ستایي او په پوره جدیت د چارو د پرمخ وړلو هیله او غوښتنه کوي، ځکه د بې کیفیته او تاریخ تېرو خوراکي توکو او درملو پلورل سره له دې چې غیر قانوني عمل دی،بلکې د هېوادوالو په ژوند لوبې کول دي، ځکه که چېرې زموږ هیوادوال د اړتیا پر مهال له دغه بې کیفیته او تاریخ تېرو توکو استفاده کوي، د دوی ژوند له مرګوني ګواښ سره مخامخوي، د دې ترڅنګ هغه خوراکي توکي چې بې کیفیته او تاریخ تېر دي له هغو څخه استفاده هم زموږ قدرمنو هېوادوالو ته مصمومیت، ډول ډول ناروغۍ او مختلفې ستونزې را منځته کوي.نو د دغې ستونزې د حل لپاره لازمه ده چې د هیواد په مرکز او ولایتونو کې په پرله پسې ډول درملتونونه، دوکانونه او هټۍ په پوره جدیت کنټرول شي او هر هغه اشخاص او افراد چې د بې کیفیته او تاریخ تیر توکو د پلورلو هڅه کوي، د دوی درملتونونه، دوکانونه، هټۍ مهرو لاک او یاد کسان دې عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژني ترڅو د بې کیفیته او تاریخ تیر توکو د شتون مخه ونیول شي او په راتلونکي کې د قدرمنو هېوادوالو روغتیایي مصئونیت هم له هېڅ ډول ګواښ سره مخامخ نه شي.

شاه محمود دروېش

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button