سیاست
د بېرته راستنېدونکو افغانانوستونزو ته د رسېدګۍ عالي کمېسيون مشر سپین بولدک ته سفر کړی
بېرته راستنېدونکو افغانانو ستونزو ته د رسېدګۍ د عالي کمېسيون مشر او د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د کندهار والي حاجي ملا شيرین اخند او يو شمېر نورو مسئولینو د بېرته راستنېدونکو افغانانو ستونزو ته د رسېدو په هدف سپين بولدک ولسوالۍ ته سفر کړی.

مسؤلینو سپين بولدک ولسوالۍ ته د دغه سفر پر مهال د بېرته راستنېدونکو د يوه کمپ څخه ليدنه کړې او هلته یې د بېلا بېلو کمېټو د چارو او فعاليتونو ارزونه کړې او د مرستې رسولو بېلابېلو کميټو ته یې اړینې سپارښتنې کړې دي.
د یادونې وړ ده، چې له پاکستان څخه د سپین بولدک له لارې هره ورځ سلګونه کورنۍ هېواد ته راستنیږي او د اړینو مرستو تر ترلاسه کولو وروسته تر خپل ټاکلي ځايه رسول کېږي.