
د بهرنۍ پانګونې راجلبول او ګټې
د یوې ټولنې او هېواد اقتصاد په پانګونه ولاړ وي ځکه د همدغه پانګونې په تر څ کې تولید رامنځ ته کېږي او تولید بیا د وګړو ډېرې منډې ترړې او فعالیتونه د اقتصادي تحرک په موخه سره را یو ځای کوي. څوک مستقیماً د تولید په پروسه کې نیغ په نېغه دخیل وي، څوک ورته خام مواد برابروي، څوک ورته بازار موندنه کوي او څوک څه او څوک څه کوي. دا ټول هغه فعالیتونه دي چې له پانګونې سرچینه اخلي، ځکه خو باید د اقتصادي نظام د تحرک په موخه پانګونه تشویق، حمایه او وهڅول شي.
ټول وروسته پاتې یا پرمختللي هېوادونه ځکه د فقر د بدمرغه دایرې یا کرښې لاندې پراته دي چې هلته پانګونه نشته او یا هم په داسې هېوادونو کې د پانګونې کچه ډېره ټیټه ده. پوښتنه پیداکېږي چې دلته د پانګونې د نه شتون او یا کموالي لامل څه دی؟ په ځواب کې یې باید ووایو چې اصلاً په نوموړو هېوادونو کې د پانګې جوړښت ډېر کم او په نشت حساب وي، د وګړو عاید کم او لګښتونه یې زیات وي،ځکه خو یې په واک کې د پانګونې لپاره کافي پانګه او سرمایه نه وي.
د پانګې راټولیدنې او لپاره بېلابېلې لارې چارې شته چې لنډه یادونه يې کوو. تاسو د نورو په اړه تحقیق وکړئ، موږ یوازې د وروستي میتود یا بهرنۍ پانګونې چې زموږ د بحث موضوع هم ده څېړلو او راسپړلو ته تم کېږو.
پس انداز،مالیات،دولتي پورونه،د بېکارو منابعو په کار اچول،د بودیجې د کسر پانګونه،بهرنۍ مرستې،په وارداتو محدودیتونه،د صادراتو تشویق او زیاتونه، د غیر تولیدي لګښتونو را کمول،د روزګار د فرصتونو برابرول،بهرنۍ پانګونه او داسې نور نن سبا ډېرو پرمختیایي هیوادونو د بهرنیو پانګه والو پرمخ خپلې دروازې پرانیستي دي. هغوی دا کار د پانګې د جوړښت او په کور د ننه د پانګونې د کچې د ډېروالي په موخه کوي. دغه بهرنۍ پانګونه چې د مستقیمې یا نیغ په نیغه بهرنۍ پانګونې Foreign Direct Investment (FDI) نوم ورته ورکول کېږي په اوسني وخت کې د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي نږدیوالي او په ټوله کې د نړیواليتوب یا ګلوبلایزیشن زېږنده او ځانګړنه ده.
پرمختیایي هېوادونه د اقتصادي ودې په موخه بهرنۍ پانګونې ته اجازه ورکوي او یا هغه را جلبوي ځکه ډېره پانګونه د اقتصادي غوړېدا په مانا ده او دا چې د پرمختیايي هېوادونو په کور دننه پانګه کمه ده او یا هم د چټکې اقتصادي ودې لپاره بسنه نه کوي ځکه خو باید د یاد هدف د لاس ته راوړلو لپاره له بهرنۍ پانګونې ګټه واخیستل شي. بهرنۍ پانګونه د یو هېواد په اقتصادي ودې کې مرسته کوي، بهرنۍ پانګه په کوربه هېواد کې د روزګار فرصتونه رامنځ ته کوي، هلته نوې ټیکنالوژي او مسلکي بشري قوه لېږدوي، په اقتصادي انضمام کې مرسته کوي، د کارګرو مولدیت زیاتوي او داسې نورې ګڼې ګټې لري خو د دې ټولو ښېګڼو تر څنګ بهرنۍ پانګونه په کوربه هېواد ځینې منفي او بدې اغېزې هم غورځوي چې یادول یې د دې لیکنې په لمنې کې نه ځایېږي.
زموږ ګران هېواد افغانستان هم د پرمختیايي هېوادونو په لړ کې راځي چې تازه د اقتصادي ودې او پرمختګ بهیر ته داخل شوی. د پرمختیایي هېوادونو د ځانګړونو پر اساس موږ هم د پانګې له کمبود سره مخ یو، ځکه خو باید د نورو پرمختیایي هېوادونو او یا پرمختلليو هېوادونو له تجربو ګټه واخلو او د خپلې اقتصادي ودې، پرمختګ او هوساینې لپاره هغه ټولې لارې چارې په کار واچوو چې زموږ له اقتصادي پرمختګ سره مرسته کوي. لکه مخکې مو چې یادونه وکړه د دغه لارو چارو یوه هم بهرنۍ پانګونه ده.
راځئ خبره به یو څه له تخنیکي اړخه روښانه کړو، پوهېږو چې د یو ملي اقتصاد مجموعي تقاضا د مصرف، پانګونې، دولتي لګښتونو او خالصه بهرنۍ سوداګري مجموعه یا ټولګه ده یعنې: AD = C + I + G + (X – M
په دې هم پوهېږو چې د تقاضا ډېروالی د یو اقتصاد په پرمختګ او غوړیدا کې کلیدي رول لري ځکه تقاضا د تولید د ډېرښت لامل کېږي او د تولید ډېرښت بیا هم لکه چې یادونه مو ترې کړې د اقتصادي تحرک لامل کېږي. اوس نو د دې لپاره چې اقتصادي پرمختګ ته لاره هواره شي باید مجموعي تقاضا لوړه شي. په پورته ډول ګورو چې پانګونه هم د مجموعي تقاضا یوه برخه ده او د پانګونې په ډېروالي سره په مجموعي تقاضا کې ډېر والی راځي ځکه خو باید له هرې لارې نه پانګونه شي. د مجموعي تقاضا د پانګونې برخه بیا په ټوله کې په دوو برخو کورنۍ او بهرنۍ پانګونې وېشل شوې. کورنۍ پانګونه د اقتصادي ودې لپاره ډېره ګټوره ده خو دا چې پرمختیایي هیوادونه د کم پس انداز یا saving له امله نشي کولای د پانګونې ټول فرصتونه ډک کړي ځکه خو د اړتیا پر بنسټ پرمختیايي هېوادونو ته د بهرنۍ پانګونې بهیر راماتېږي، د اقتصادي ودې او پرمختګ په موخه نوموړی بهیر باید لا ګړندی، مطلوبه او اغېزمنه ګټه ترې واخیستل شي.
پانګه لرونکي په نورو هېوادونو کې ولې پانګونه کوي؟
بهرنۍ مستقیمه پانګونه هغه پانګونه ده چې د یو بهرني هیواد د وګړو او یا کمپنیو د پانګې په وسیله په یو بل هېواد کې تر سره کېږي داسې چې په کوربه هېواد کې یوه نوې کمپنۍ پرانیزي او یا هم د یوې شته کمپنۍ فعالیتونو ته پراختیا ورکوي او په هغه پانګونه کوي. اوس پوښتنه دا ده چې کمپنۍ او یا پانګه وال ولې نورو هېوادونو ته مخه کوي؟ ولې په خپله سیمه کې پانګونه نه کوي؟. د دغه سوال په ځواب کې په لاندې توګه د هغه عواملو څخه یادونه کوو چې له مخې یې پانګه وال له هېواده بهر پانګونې ته مخه کوي.
د دې لپاره چې بهرنۍ پانګونه را جلب کړو باید لاندې ټکو ته پام وکړو او د هغوی د غښتلي کولو لپاره لازم تدابیر ونیسو:
۱– اقتصادي ثبات: اقتصادي ثبات هغه شی دی چې پانګه اچوونکي یې تر هر څه لومړی په نظر کې نیسي،دا ځکه چې اقتصادي ثبات د پانګونې د راتلونکو زیانونو مخه نیسي. د بیلګې په ډول په کومو هېوادونو کې چې د انفلاسیون نرخ یا کچه په یو ثابت تناسب روانه وي هلته پانګه اچوونکي د خپلو راتلونو لګښتونو اټکل په ښه توګه کولی شي خو چېرته چې اقتصادي بې ثباتي او هرج او مرج وي نو پانګه وال به هېڅکله هلته د پانګونې لپاره زړه ښه نه کړي. د دې لپاره چې بهرنۍ پانګونه را جلب شي هیوادونه باید د سوداګریزو او اقتصادي کړنو لپاره له ثباته ډک چاپېریال رامنځ ته کړي.
۲ – ټیټ مالیات: د مالیاتو کچه هم په بهرنۍ پانګونه کې ډېر اهمیت لري. هلته چې د مالیاتو کچه لوړه وي پانګه وال سرمایه ګذاري نه کوي ځکه د هغوی د ګټې یوه لویه برخه د مالیاتو په شکل د دولت لاس ته لوېږي. له بله اړخه نوموړي مالیات هغه لګښتونه دي چې پانګه اچوونکې یې د لوړو قیمتونو له لارې مشتریانو ته لېږدوي او دا کار په خپل وار سره د قیمتونو د عمومي کچې د لوړوالي لامل کېږي. ځکه خو د ټیټو مالیاتو لرونکي هېوادونه د پانګونې لپاره ډیر مساعد دي.
۳ – مسلکي او روزل شوی کاري ځواک: کله چې د یو هېواد کاري ځواک غیر مسلکي او د اړتیا وړ مهارت لرونکی نه وي نو هلته د پانګه اچوونکو د پانګې یوه د پام وړ برخه د کارګرو په روزلو او ټریننګ لګول کېږي کوم چې د پانګونې د ګټې د کموالي لامل کېږي. له بله اړخه د کارګرو د کم مهارت له امله د مولدیت اندازه کمه وي چې له امله یې بیا هم د کاروبار ګټورتوب اغېزمنېږي. خو که د یو هېواد کاري ځواک تر یو بریده مسلکي او د اړتیا وړ مهارت لرونکی وي هلته پانګه وال د خپل کاروبار ګټورتوب ویني او بې له زړه نا زړه توبه پانګې اچونې ته ور دانګي.
۴ – حد اقل مزدونه: ځینې هېوادونه د کارګرو لپاره حد اقل مزد ټاکي چې شرکتونه یا کاروباري واحدونه خپلو کارګرانو ته د دغه ټاکلې اندازې څخه کم مزد نشي ورکولی. په دې کار سره د تولید لګښتونه لوړېږي ځکه خو اړتیا پیښېږي چې یو لړ کارګران له دندو ګوښه کړل شي او له دې لارې تولیدوونکي د خپل تولید لګښتونه راکم او ګټورتوب زیات کړي. له بل اړخه مولدین مجبور دي چې پرته له دې چې د کارګرو مولدیت په پام کې ونیسي هغوی ته د دولت له لوري حد اقل ټاکل شوي مزدونه ورکړي چې دا چاره په خپل وار سره د کاروبار ټولیز ګټورتوب ګواښي او راکموي. ځکه خو په مزد کې د دولت نه مداخله بهرني پانګه وال په یو هېواد کې پانګونې ته تشویق او هڅوي او د بهرنۍ پانګې د تشویق په پار باید په دې اړوند لازم تصامیم ونیول شي.
۵ – ځينې قانوني محدودیتونه : ټول هېوادونه د خپلو دولتي، ټولنیزو او اقتصادي چارو د سمبالښت په موخه بېلابېل مقررات او قوانین پلي کوي. ځینې له دغو مقرراتو ډېر وخت د یو هېواد لپاره چندان ګټور نه وي. که پر مولدینو او کاروبار ځینې مقررات په نظر کې ونیسو،نو ښکاره ده چې د دغه مقرراتو څخه ډېر یې د تولید لګښت زیاتوي او په دې هم پوهېږو چې د تولید د لګښت د دغه زیاتوالي بار او بوج مصرفوونکي یا کورنۍ د قېمت په بڼه پرې کوي ځکه خو په داسې حالاتو کې د مقرراتو د وضع کولو د ګټورتوب پر ځای به مو عامو خلکو ته زیان رسولي او له بله اړخه به مو په هېواد کې له پانګونې څخه د بهرني پانګه والو زړه تور کړی وي. د بهرنۍ پانګونې د تشویق لپاره باید په دغه ډول مقرراتو کې اسانتیاوې رامنځ ته شي.
۶ – ازاده سوداګري: ازاده سواداګري له یو هېواد څخه بل هېواد ته په صادراتو او وارداتو د کوم بندیز د نه شتون په مانا ده یعنې هر څوک کولی شي په ازاده توګه له یو هېواد څخه بل هېواد پانګه، خدمات او توکي ولېږدوي. هغه هېوادونه چې تړلی اقتصاد لري او په بهرنۍ ازادې سوداګرۍ یې بندیزونه لګولي وي هلته مولدین او شرکتونه پر صادراتو او وارداتو د درنو تعرفو او سهمیو له امله په ستونزمن ډول خپل توکي صادرولی شي. دا چاره د هغوی پر لګښتونو اغېز کوي او هغوی ته د خپلو توکو د خرڅلاو لپاره یو محدود مارکېټ پاتې کېږي چې له امله یې د هغوی ګټه کمېږي او په لویه پېمانه د تولید economy of scale له ګټو بې برخې کېږي. خو که په بهرنۍ سوداګرۍ کې اسانتیا وي نو بهرني پانګه وال د ګټې د لاس ته راوړلو په خاطر په داسې یو هېواد کې پانګونې ته زړه ښه کوي.
۷ – د پور اسانتیاوې که یو هېواد د افلاس په صورت کې په کم سود بهرنیو پانګوالو ته هم د پور د ورکولو اسانتیاوې ولري دا هم د بهرنیو پانګه والو د ډاډ او اعتماد لامل کېږي او د بهرنۍ پانګونې په جلبولو کې لوی رول لري.
۸ – امنیت: د یو هېواد امنیت د بهرنۍ پانګونې د جلب له سترو فکتورونو دی. هلته چې یې پانګه او کاروبار خوندي نه وي هېڅکله به هم یو پانګه وال پانګې اچونې ته زړه ښه نه کړي. له بده مرغه زموږ هېواد هم په داسې یو موقف کې قرار لري چې د امنیت د نه شتون له امله د پانګونې پر ځای ترې د پانګې د فرار وېره موجوده ده.
په پای کې د دې لپاره چې بهرنۍ پانګونه را جلب کړو باید لاندې کړنې تر سره کړو:
۱ – د پانګوالو د کاروبار او پانګې خوندیتوب او امنیت
۲ – ازادې سوداګرۍ ته لاره هوارول او د ځینو اړینو شیانو د تعرفو له منځه وړل
۳ – د تعلیم او تربیې او د وګړو د مهارتونو په لوړولو کې پانګونه
۴ – د ځینو قوانینو او مقرراتو سمون او په هغوی کې اسانتیاوې رامنځ ته کول
۵ – د پیسو ثبات او د شدید انفلاسون مخنیوی کول
۶ – د مالیاتو اصلاح او له اړتیا زیاتو مالیاتو له منځه وړل
نصیر کوټوال