
د بهرنیو چارو وزیر:امریکا دې مثبت تعامل ته راوړاندې شي
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د جوبایډن هغه څرګندونې د واقعیت درک بللي چې ګواکې په افغانستان کې هېڅ وسلهواله ډله فعالیت نه لري.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د جوبایډن هغه څرګندونې د واقعیت درک بللي چې ګواکې په افغانستان کې هېڅ وسلهواله ډله فعالیت نه لري. مولوي امیرخان متقي د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، تیره ورځ له الجزیرې ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې د جوبایډن دغه څرګندونې د واقعیت درک دی او اوس د امریکا د حکومت مسوولیت دی چې له افغانستان سره مثبت تعامل ته راوړاندې شي. ده زیاته کړې چې باثباته افغانستان د سیمې او نړۍ په ګټه دی او اسلامي امارت ژمن دی چې د افغانستان خاوره به د نور هېوادونو پر وړاندې نه کارول کېږي. نوموړي همدارنګه ویلي چې په افغانستان کې د امنیت ټینګېدل، د افغانستان د سرحدونو ساتنه، د نورو پر وړاندې د افغانستان د خاورې نه کارېدل او په هېواد کې د وسلهوالو ډلو نشت د سرپرست حکومت لاسته راوړنې او پالیسي ده چې په خبره یې، دغه فعالیتونه د نورو په فرمایش او سپارښتنې نه دي ترسره شوي.