سیاست

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال:کوربه هېوادونه دې له افغان کډوالو سره د نړیوالو قوانینو مطابق چلند وکړي

د بهرنیو چارو وزرات مرستیال د ترکیې له سفیر سره په کتنه کې وویل چې موږ د افغان کډوالو له کوربه هېوادونو مننه کوو او له هغوی غواړو چې له افغان کډوالو سره د نړیوالو قوانینو مطابق چلند وکړي.

د بهرنیو چارو وزرات مرستیال د ترکیې له سفیر سره په کتنه کې وویل چې موږ د افغان کډوالو له کوربه هېوادونو مننه کوو او له هغوی غواړو چې له افغان کډوالو سره د نړیوالو قوانینو مطابق چلند وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند پرون په توتیر کې خبر ورکړ چې  د ترکیې سفیر ښاغلي جهاد ارګین آی په کابل د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال الحاج شیرمحمد عباس ستانکزي سره وکتل.

په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو د تاریخي، دیني او کلتوري مشترکاتو په اړه د خبرو ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سیاسي او قونسلي اړیکو هم خبرې وشوې.ستانکزي وویل چې په افغانستان کې د څلورو لسیزو جګړو له

 امله زیات شمېر افغانانو ګاونډیو، سیمې او اروپایی هېوادونو ته کډوال شوي دي. موږ د افغان کډوالو له کوربه هېوادونو مننه کوو او له هغوی غواړو چې له افغان کډوالو سره د نړیوالو قوانینو مطابق چلند وکړي.

په پای کې دواړو لوریو هوکړه وکړه چې په نږدې راتلونکي کې به د افغان کډوالو او راستنېدونکو د ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button