اقتصاد

د بهرنیو پانګوالو او سوداګرود جذب په موخه واحد مرکز جوړ شو

 د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت ویلي چې د بهرنیو پانګوالو او سوداګرو د جذب په موخه یې د ټولو ادارو له لوري یو واحد مرکز جوړ کړی دی. دغه معاونیت په یوه ویډیو کې ویلي چې هېواد کې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو د پانګونې لپاره ګڼې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.

 د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت ویلي چې د بهرنیو پانګوالو او سوداګرو د جذب په موخه یې د ټولو ادارو له لوري یو واحد مرکز جوړ کړی دی. دغه معاونیت په یوه ویډیو کې ویلي چې هېواد کې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو د پانګونې لپاره ګڼې اسانتیاوې رامنځته شوې دي. وړاندې ویل شوي چې د بهرنیو پانګوالو لپاره په کابل نړیوال هوایي ډګر کې د ټولو اړوندو ادارو واحد مرکز جوړ کړی، چې پکې پانګوالو او سوداګرو ته اړینې اسانتیاوې رامنځته شوي دي. دغه مرکز بهرنیو پانګوالو او سوداګرو لپاره د تخنیکي خدمتونو او وېزو چمتو کولو، پانګونې په اړه د معلوماتو ورکولو او د پانګونې په برخه کې د پانګوالو طرحې د اقتصادي معاونیت بین الوزراتي کمېټې ته وړاندې کوي. ورته مهال اقتصادي معاونیت زیاته کړې، چې د دې مرکز له فعالیت سره سم بهرنیو پانګوالو په اسانۍ سره وېزې ترلاسه او د پانګونې چارې یې له اړوندو ادارو سره په اسانه چمتو کړي دي. د یادونې وړ ده، چې یاد مرکز تر دې دمه لسګونو بهرنیو پانګوالو او شرکتونو ته د بنسټیزو پروژو، برېښنا، ټرانسپورټ، صنعت، کرنې او نور بېلا بېلو برخو کې پانګونې ته لاره هواره کړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button