سیاست

د بهرنيو چارو وزير: چين ته د پروازونو پيل د اړيکو د لا پياوړتيا لپاره يو ښه فرصت دی

‏د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير ښاغلي مولوي امير خان متقي د چين له سفير ښاغلي وانګيو وکتل.

‏د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير ښاغلي مولوي امير خان متقي د چين له سفير ښاغلي وانګيو وکتل.په دې کتنه کې د چين سفير وويل دوی له افغانستان سره خپلې اړيکې نورمال ساتلي او غواړي دغه اړيکې لا پياوړي شي.‏نوموړي زياته کړه چې د مې په ۲۴م به د افغانستان-چين ترمنځ مستقيم پروازونه پيل شي، همدارنګه به د مس عينک کان ابتدايي چارې چټکې شي،د افغانستان څخه چين ته د صادراتو خصوصاً انارو کچه زياتوو او د جمهوريت روغتون د بيارغونې تر څنګ په افغانستان کې ((ارزان بيه کورونو))پروژه هم پرانيستل شي. ‏ښاغلي متقي د چين له دغو ګامونو هرکلی وکړ، د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د پروازونو پيل د اړيکو د لا پياوړتيا لپاره يو ښه فرصت وباله او د ويزو په ورکړه کې د لا اسانتياوو غوښتنه وکړه.

همدارنګه په دې غونډه کې په نورو دوه اخيزه مسائلو هم بحث وشو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button