سیاست او دولت

د بهرنيو چارو وزارت د روسي چارواکو د وروستيو څرګندونو هرکلی وکړ

د بهرنيو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې له اسلامي امارت سره د اړيکو د پراختيا په تړاو د روسيې د رهبرۍ له وروستيو څرګندونو هرکلی کړی.

د بهرنيو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې له اسلامي امارت سره د اړيکو د پراختيا په تړاو د روسيې د رهبرۍ له وروستيو څرګندونو هرکلی کړی.په دې خبرپاڼه کې راغلي: (( د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت د روسيې فدراسيون د رهبرۍ، د بهرنيو چارو د وزير او نورو چارواکو د هغو څرګندونو هرکلي کوي ،چې د افغانستان له اسلامي امارت سره يې د اړيکو د پراختيا په تړاو د سياسي عزم څرګندونه کړې ده.))دغه راز يادونه شوې:  (( د بهرنيو چارو وزارت د روسيې فدراسيون ته څرګندوي، چې د متقابل درناوي او مشترکو مصالحو پر بنسټ د دواړو ولسونو د ګټو د خونديتوب په موخه د مثبتو اړيکو د لا پراختيا او ټينګښت په تړاو جدي سياسي عزم لري.))په ياده خبرپاڼه کې ويل شوي:  (( تېرو څه کمو درېوو کلونو وښوده چې له لسيزو جګړو او بې‌ثباتۍ وروسته افغانستان د يوه مسئول حکومت څښتن شوی او د ټولې سيمې د هېوادونو لپاره يې ښه فرصت برابر کړی، چې د دوه اړخيزو لومړيتوبونو په پام کې نيولو سره د مثبتو اړيکو د پراختيا پر لارو چارو کار وشي او په دې برخه کې ګڼو هېوادونو سره ښه پرمختګونه هم شوی دی.))

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button