
سیاست
د بهرنيو چارو سرپرست وزیر مولوي اميرخان متقي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر بلاول بوټو زرداري سره په ټيليفوني خبرو کې ویلي؛ پاکستان دې پاتې بندي افغانان د کوچني اختر له را رسېدو وړاندې ازاد کړي
د بهرنيو چارو سرپرست وزیر مولوي اميرخان متقي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر بلاول بوټو زرداري سره په ټيليفوني خبرو کې ویلي؛ پاکستان دې پاتې بندي افغانان د کوچني اختر له را رسېدو وړاندې ازاد کړي. ښاغلي زرداري ډاډ ورکړی، چې پاتې بندي افغانان به ازاد کړي.
بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په دې ټيليفوني اړیکه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دوو اړخیزو سیاسي، اقتصادي، ټرانزیټي او سوداګریزو اړیکو خبرې شوې دي. د وزارت په وینا؛ دواړو لوریو د ډیپلوماتیکو اړیکو په پیاوړتیا هوکړه کړې ده.