
د بن کنفرانس شرموونکي تعهدات!!
امریکایانو چې په ۲۰۰۱م کې افغانستان اشغال کړ، میاشتې وروسته یې پسې د جرمني په بن ښار کې جمهوریت رامنځ ته کړ. د افغانانو په سر جرمني کې د بهرنیانو په خوښه رهبر وتپل شو. دې ادارې ته دوی مؤقته اداره ویله.
دې ادارې سره آیساف د بن له کنفرانس وروسته یو تړون وکړ. دې تړون ته دوی «تخنیکي نظامي تړون» MTA وایه.
امریکایانو دې تړون سره کوښښ کوه چې په افغانستان کې د نظامي اشغال ادامې ته مشروعیت پیدا کړي.
دوی چې په بن کې د خپلو مهرو کوم حکومت رامنځ ته کړ دا تړون یې هغوی سره امضاء کړ.
د افغانستان د آزاد، مستقل او اشغال ضد ولس په درواغجنې استازولي د کرزي د حکومت یونس قانوني چې هغه مهال د مقاومت د اولې ردې مشر ؤ، کوله.
آیساف سره د دوی د کړي تړون یو څو نکتې دا وې؛ د مؤقت حکومت اداره دا مني چې د آیساف ځواکونه هر وخت وغواړي کولای شي د افغانستان په هره سیمه کې، پرته د افغان حکومت له اجازې او لاسوهنې، نظامي عملیات تر سره کړي.
د مؤقت حکومت اداره مني چې د افغانستان فضاء او ځمکه د آیساف ځواکونو لپاره خلاصه ده او هر وخت کولای شي د خپلو اهدافو لپاره یې وکاروی۱.
د آیساف نظامي او غیر نظامي ځواکونه کولای شي، هر وخت د خپلې ادارې په شناخت افغانستان ته داخل او خارج شي. (یعنې اجازې ته اړتیا نه لري).
مؤقته اداره مني چې آیساف حق لري پرته له اجازې او ډپلوماتیکو اصولو د افغانستان هوايي حریم وکاروی
د آیساف ټول پرسونل افغانستان ته د داخلېدو وخت کې هېڅ سند ته اړتیا نلري، هېڅ څوک حق نه لري له دوی سند وغواړي، آیساف له هر زنګه ټېکس څخه آزاد دی او کولای شي هر وخت د افغانستان هوايي میدانونه، سړکونه، پرته له پیسو او اجازې وکاروي.
د افغانستان حکومت حق نه لري چې د آیساف لپاره پر راتلونکو پیسو یا موادو ټیکس واخلي او د پوښتنې حق یې هم نه لري.
آیساف په خپلو عملیاتو کې د افغانانو د وژلو، د عامه او حکومتي ځایونو د ړنګولو او همداسې نورو تخریباتو هېڅ مسؤلیت نه اخلي او څوک ترې د پوښتنې حق هم نلري.
یواځې مؤقته اداره کولای شي خپل تشویشونه د آیساف ادارې سره شریک کړي.
د افغانستان حکومت په هېڅ پېښېدونکې قضیه کې نشي کولای چې د آیساف پرسونل د افغانستان په محکمو کې محاکمه کړي.
یواځې د آیساف ځواکونه د دې حق لري چې د دې تړون تفسیر وکړي.
د تېرو شلو کلونو د جمهوریت (!) ټول مشروعیت یو څو بي ۵۲، بلېک هاک، کروز د سي آی ای درې ټیمونه، د ګارنر پلان او داخلي لاس په نامه ولاړ دغسې خلک ول چې اول یې نظامي تخنیکي توافقات په داسې شرم ورسره کول او بیا یې په همدې سپین سترګۍ د نظامي اډو امضاء ګانې کولې.
د خندا ځای دا دی چې شل کاله وروسته هم دوی ګیلې کوي چې مونږ امریکا ولې ځانته پرېښودو. څوک چې مور وطن خرڅوي، د همدوی په شان به ذلیل ګرځي.
عبدالحی قانت
فأعتبرو یا اولی الأبصار