
اقتصاد
د بلخ ګمرک روان کال ۴،۵ ميليارده افغانۍ عوايد راټول کړي دي
د دغه ګمرک مسوولين وايي، چې د ازبکستان د ګمرک له مسوولينو سره ښې اړیکې لري او د دغه ګمرک کې د توکو د صادراتو او وارداتو په برخه کې هېڅ ډول ستونزې شتون نلري.د یاد ګمرک رئيس مولوي موسی کليم مجاهد زاده د باختر آژانس سره په خبرو کی وويل، چې په دغه ګمرک کې د مراجعينو پر مخ ټول خدمتونه پر وخت وړاندې کېږي او دې برخه کې ښي لاسته راوړنې لري. مجاهد زاده زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي امارت ډيرې پاملرنه د صادراتو برخې ته ده او د روان کال په څلورو مياشتو کې ۱۰۷۴ محموله صادرات شوي او همدارنګه په دغه موده کې ۵۰ زره محمولې واردات هم شوي دي.د نوموړي په وینا، د ازبکستان د ګمرک له مسوولينو سره ښې اړیکې لري او د توکو د صادراتو او وارداتو په برخه کې هېڅ ډول ستونزې شتون نه لري.