هیواد

 د بلخ کروندګر: د حاصلاتو ساتلو لپاره سړې خونې نه لرو

هيواد : د بلخ کروندګر او بڼوال په دغه ولایت کې د خپلو حاصلاتو د ښو ساتلو لپاره د سړو خونو له نشتوالي شکایت کوي. د ځايي رسنیو د خبر له مخې، دوی د اسلامي امارت له حکومت څخه غواړي، چې د دې ولایت په ولسوالیو کې د دوی د محصولاتو د ذخیره کولو لپاره معیاري سړې خونې جوړې کړي. د بلخ د کرنې ریاست چارواکي وايي، هڅه کوي، چې په دغه ولایت کې د کروندګرو او باغ لرونکو د اړتیاوو پر بنسټ معیاري سړې خونې جوړې کړي.په افغانستان کې د تازه میوې د زیرمه کولو لپاره د سړو خونو نشتوالی یوه لویه تشه بلل کېږي، چې تر اوسه ورته پام نه دی شوی او دغه مسئله د دې لامل شوی چې د افغانستان میوه په ټیټه بیه وپلورل شي او یا هم ضایع شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button