اقتصاد

د بلخاب د ډبرو سکرو د استخراج مسئوليت د ملي پراختيا شرکت ته و سپارل شو

د ملي پراختيا شرکت وايي: تازه د کانونو او پټروليم وزارت له‌خوا د بلخاب د ډبرو سکرو د را اېستلو مسئوليت ورسپارل شوی دی.په شمال حوزره کې د دې شرکت مسئول فريد عظيم وايي: د يادې ادارې له‌خوا د بلخاب د ډبرو سکرو لومړني کارونه پيل شوي دي.نوموړی وايي: (( د کاري فرصتونو رامنځ‌ته کول، د محروميتونو لرې کول، د ملي پروژو تمويلول، په ځانګړې توګه د قوش تېپې کرنيز کانال د بلخاب په سيمه کې د ډبرو سکرو د استخراج په چوکاټ کې د ملي پراختيايي شرکت له عملياتي پلانونو څخه دي.))د دوی په وينا: د دې چارې په پيلېدو سره به څه باندې دوه زره کسانو ته د کار زمينه برابره شي او عايد به يې هم په ملي پروژو او په ځانګړې توګه په قوش تېپې کانال کې ولګول شي.له دې سره سم، د رئيس الوزراء اقتصادي مرستيال او د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست بلخ ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شمال څلورو ولايتونو مسئولينو ته لارښوونه کړې چې د کانونو د راوېستنې د کورنيو او بهرنيو قرارداديانو امنيت ونيسي.ملا عبدالغني برادر همداراز د کان کېندنو د چارو پر ګړندي کېدو سربېره په معياري توګه د کانونو پر کېندنو ټينګار کړی دی.په ورته وخت کې د کانونو او صنايعو خونه وايي، د ډبرو سکرو د راوېستنې چارې بايد معياري شي، څو ورسره د راوېستنې ظرفيت هم لوړ شي.د افغانستان د کانونو او صنايعو خونې مرستيال سخي احمد پيمان وايي: (( د کانونو استخراج بايد لوړ او معياري شي، څو هم صادرات ولرو، چې افغانستان ته يې ګټه ورسېږي او هم په ژمي کې د تودولو او د ډبرو سکرو له لارې د هېواد په صنعت کې ترې ښه ګټه واخلو.))د ملي پراختيا شرکت د معلوماتو له مخې، يوازې د بلخاب د ډبرو سکرو په دوو حوزو کې ،چې د ګل ورز ګواخ او شورابک پل عاشقان درو کې موقعيت لري، د ډبرو سکرو ذخيرې په احتمالي توګه يو نيم ميليار ټنو ته رسېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button