هیواد

د بغلان د ترافيکو مديريت څه باندې ۷۵ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي

د بغلان د ترافيکو مديريت مسئولينو ويلي، چې د پلېټونو د وېش له درکه يې څه باندې ۷۵ ميليونه افغانۍ عوايد راټول او د دولت خزانې ته يې سپارلې دي.د بغلان د ترافيکو مدير قاري محمد نذير عابدي ويلي؛ چې تر دې دمه يې ۱۶ زره او ۵۲۵ وسايط ثبت کړي، چې له دې ډلې څخه پنځه زره او ۷۵۷ وسايطو ته يې جوازسيرونه او پلېټونه ويشلي او له درکه يې ۷۵ ميليونه او ۵۰۰ زره افغانۍ عوايد راټول کړي دي.د بغلان اوسېدونکي خوښ دي، چې په دې ولايت کې د پلېټونو د وېش په برخه کې ګڼې آسانتياوې خلکو ته رامنځ ته شوې او په وينا يې: د پلېټونو په وېش سره د موټرو غلاوې او نورې جنايي پېښې راکمې شوې دي.د بغلان  د ترافيکو مديريت له ټولو موټرچلوونکو غواړي، چې په دې ولايت کې دې خپلو بې پلېټه موټرو ته پلېټونه واخلي او دغه راز دې د موټرچلونې پر مهال ترافيکي اصول په پام کې ونيسي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button