ټولنه او کلتور

د بغلان د بوغابي کوتل سړک چارې په بشپړېدو دي

د بغلان ولایت د ټولګټو چارو ریاست مسوولان وایي چې ددغه ولایت د دوشي ولوسالۍ اړوند د بوغابي کوتل د دوه کیلومتره سړک چارې چې د کانکریټ په بڼه پخېږي؛ ۸۰ سلنه بشپړ شوې.

د بغلان ولایت د ټولګټو چارو ریاست مسوولان وایي چې ددغه ولایت د دوشي ولوسالۍ اړوند د بوغابي کوتل د دوه کیلومتره سړک چارې چې د کانکریټ په بڼه پخېږي؛ ۸۰ سلنه بشپړ شوې.

د مالوماتو له مخې د بوغابي کوتل سړک ۲ زره ۱۷۷ متره اوږدوالی او ۹ متره پلنوالی لري، چې د ۷۱ میلیونه افغانیو په لګښت رغول کیږي.

د ټولګټو ریاست مسوولان وایي چې اوس ددې سړک چارې نږدې اتیا سلنه بشپړ شوې او پاتې ۲۰سلنه چارې به یې هم ډېرې ژر بشپړ
شي.

د بغلان والي په یوه غونډه کې ویلي چې دوی هڅه کوي چې په دې ولایت کې رغنیزې چارې لا زیاتې کړي او ولسونو ته لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button