سرلیکنې

د بشر حقوق د امريکا له دوربين څخه نه ، بلکې د اسلام له نظره مطالعه کړئ

زموږ يو شمېر روڼ اندي ، سياسي شنونکي او هغه ځوانان ، چې له امريکايي آزادۍ او غربي ديموکراسۍ څخه اغېزمن شوي او د بشر حقوق له امريکايي دوربين څخه ګوري او توجيهات ورته پيدا کوي، ورته لازمه ده ، چې  اسلام دقيق مطالعه کړي او پر دې پوه شي چې بشر مقيد دی ، چې پردې لاره ولاړ شه او پر دې مه ځه، نو دلته بيا هغه څوک ، چې مسلمانان دي د اسلام لاره تعقيبوي او هغه ، چې ايمان نه لري د شيطان پرلاره درومي.

زموږ يو شمېر روڼ اندي ، سياسي شنونکي او هغه ځوانان ، چې له امريکايي آزادۍ او غربي ديموکراسۍ څخه اغېزمن شوي او د بشر حقوق له امريکايي دوربين څخه ګوري او توجيهات ورته پيدا کوي، ورته لازمه ده ، چې  اسلام دقيق مطالعه کړي او پر دې پوه شي چې بشر مقيد دی ، چې پردې لاره ولاړ شه او پر دې مه ځه، نو دلته بيا هغه څوک ، چې مسلمانان دي د اسلام لاره تعقيبوي او هغه ، چې ايمان نه لري د شيطان پرلاره درومي. دغه ډول سياسي مبصرينو ته چې  اسلامي مطالعه او معلومات هم نه لري او د بشر حقوقو ته په اسلام کې توجيهات پيدا کوي او بشري حقوق د امريکا په دوربين کې ګوري، ورته شرم په کار دی ، چې لا د اسلام دعوه هم کوي . بايد له دغه ډول پوچو او بې ځايه ادعاوو څخه راوګرځي او د اسلام پر نېغه او مستقيمه لاره خپل حرکت پيل کړي او د غربيانو ډهل ته بې وخته لاسونه ونه غورځوي . تاسې وينئ چې نن په اسلامي نړۍ کې څه روان دي. همدغه غرب ، چې په افغانستان کې ځان د بشر له حقوقو څخه د دفاع حقدار ګڼي او په دې موخه يې يوه پراخه رسنيزه تبليغاتي جګړه پيل کړې، خو بله خوا په فلسطين کې د بشر د حقوقو همدغو ټېکه دارانو بيا د بېګناه فلسطيني مسلمانانو نسل وژنه پيل کړې. ايا د بشر حقوق همداسې وي؟ آيا انساني کرامت ته درناوی همدې ته وايي ؟ نور د دې وخت را رسېدلی ، چې غافل اسلامي امت را بېدار شي او د خپل ژوند دغه طوفاني بېړۍ د ژغورنې ساحل ته راوباسي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button