ټولنه او کلتورمقالې او تبصرې

د بشر حقوق، اسلام او کفري نړۍ!

نړۍ د یو کور او ټولنې حیثیت لري، الله تعالی پکې بې شمیره مخلوقات پیدا کړي، د خپل قدرت عجائب او غرائب یې هم په دغې نړۍ کې خپلو بندګانو ته ښودلي، تر څنګ یې انسان هم پیدا کړی، بیا یې همدغه انسان ته د اشرف المخلوقات لقب ورکړی، د دنیا ټول کائنات او مخلوقات له ځمکې واخله تر اسمانه پورې یې د همدې انسان د اسایش، خدمت او ژوند لپاره مسخر کړي، انسان ته یې لوړ مقام  د علم او پوهې پر بنیاد ورکړی، د شعور او نفس پر بنیاد یې غوره کړی، خو د ژوند لپاره یې په هر دور کې قانون ورکړی، تر څو پر هغې لاره لاړ شي او دنیا کې غوره ژوند تیر کړي.

نړۍ د یو کور او ټولنې حیثیت لري، الله تعالی پکې بې شمیره مخلوقات پیدا کړي، د خپل قدرت عجائب او غرائب یې هم په دغې نړۍ کې خپلو بندګانو ته ښودلي، تر څنګ یې انسان هم پیدا کړی، بیا یې همدغه انسان ته د اشرف المخلوقات لقب ورکړی، د دنیا ټول کائنات او مخلوقات له ځمکې واخله تر اسمانه پورې یې د همدې انسان د اسایش، خدمت او ژوند لپاره مسخر کړي، انسان ته یې لوړ مقام  د علم او پوهې پر بنیاد ورکړی، د شعور او نفس پر بنیاد یې غوره کړی، خو د ژوند لپاره یې په هر دور کې قانون ورکړی، تر څو پر هغې لاره لاړ شي او دنیا کې غوره ژوند تیر کړي.

داچې انسان اشرف المخلوقات دی، نو رب تعالی دغه انسان ته د ژوند د غوره او بهتر تیرولو لپاره بیلابیل قوانین او مکلفیتونه ورکړي، تر څو انسان د دغو قوانینو په رڼا کې خپل ژوند پر مخ یوسي، داسې قوانین چې هیڅ ملت، قوم، هیواد او ژبې سره اړیکه نه لري، بلکې د عام انسانیت لپاره دي، په هغو قوانینو کې یو هم تر ټولو اړین او مهم یې د بشر حقوق پیژندل او په انساني ژوند کې یو بل له دغه حقه برخمن کول دي.

علماء وایي چې د بشر حقوق هغه آزادي، خوندیتوب او ګټې دي، چې د منل شویو قوانینو، تړونونو او ارزښتونو پربنسټ باید ټول انسانان، د هغې د درلودلو دعوی وکړي. خو داسې په لنډه توګه ویلی شو، د بشر حقوق هغه دي چې په انساني ټولنه کې یې ضرورتونه پیښېږي او انسان د خپل دین او قوانینو پر بناء ترې برخمن کېدای او ګټې پورته کولای شي، اسلام د بشریت لپاره تر ټولو غوره دین دی، د ټولنې د هر فرد لپاره یې د هغه حقوق ورکړي، آن تر دې چې له کمزوري نه کمزوري حیوان سره یې د انساني چلند ښودنه کړی او انسان یې متوجه کړی دی.

که موږ تاریخ راپورته کړو او له نبوي دور څخه پر مخکې وخت نظر وڅرخوو، یواځې د اسلامي کتابونو نه؛ بلکې د هغو عیسوي، صلیبي او لا مذهبه لیکوالانو کتابونه هم که وپلټو، نو یواځې دا به پکې معلومیږي چې هلته نړۍ د جهالت په تورو تیارو کې تر پښو ډوبه وه، هیچا د خپل حق غوښتنه نه شوه کولای، د انسان کرامت تر پښو لاندې شوی و، ژوندي انسانان تر خاورو لاندې کیدل، په هیڅ خبره د یو بل سره کلونه کلونه دښمنۍ کیدلې، په لنډه توګه به ووایم چې انسانیت په وحشت، بربریت او تور جهالت بدل شوی و، خو همدا اسلام و چې وړانګو یې له وحشيانو داسې انسانان جوړ کړل، چې نن یې هم مسلمان له نامه سره رضي الله عنهم وایي، دعاء ورته کوي او له ژونده یې الهام اخلي، تر څو د هغوی په څیر کامیاب شي او ټولنه کې پر مخ لاړ شي.

د بشر حقوق ۱۴۰۰ کاله وړاندې اسلام ټول انسانیت ته په کلي توګه ورکړي وو، د اسلام مقدس دين په هيڅ ځای کې له ټولنې سره توپيري چلند نه دی کړی، بلکې د مسلمان، کافر، دوست او دښمن، انسان او حيوان، ذي روحه او بې روحه دټولو لپاره یې خپل حقوق وضع کړي، ځکه خو د اسلام د وړانګو په راتګ سره انسانان په ډلو ډلو اسلام ته ننوتل او د دغه دین د انساني کرامت د بیا ژوندي کولو ستاینه یې کوله.

غربي نړۍ او یا هم کفار به د بشر حقوق څه وپیژني، چې سرچینه یې د جاهلیت له دور څخه وي، هغه به انساني کرامت او سپیڅلتیا ته څه کوم احترام ولري، دوی همدا ۷۰ کاله وړاندې د بشري حقوقو تش په نوم غونډې وکړې او لپاره یې بیلابیلې ادارې جوړې کړې، خو لا یې بشریت وځپلو، د نړۍ په بیلو بیلو هیوادونو او سیمو کې يې انسانان سره وپاشل، له علم، تعلم، ژوند او انساني کرامته یې بې برخې کړل، د وحشي تاتاریانو په څېر د اسلامي نړۍ د یوې یوې سیمې د نیولو تکل یې وکړ او د نیولو پر وخت یې د بشرحقوق چې نن یې په کاذبه توګه دعوه کوي، داسې تر پښو لاندې کړل، چې نن یې هم یواځې د داستان اورېدلو له امله انسان په سکته کې کیږي او هیجاني حالت پرې راځي.

که تاسو د تاتاریانو تاریخ ولولئ هغوی چې پر نړۍ کوم بربریت او وحشت ترسره کړ، بیخي زړه بوږنوونکي و، خو هماغه وحشي تاتاریان چې کله د اسلام د مبارک دین په رڼا مشرف شول، د وحشت نوم ترینه ورک شو، ولې؛ ځکه دوی د اسلام له محاسنو خبر شول، له هغو حقوقو خبر شول چې اسلام ټول انسانیت ته ورکړي، اسلام د نیکیو او ښو اخلاقو امر کړی، د یو بل سره د صله رحمۍ یادونه یې په تکرار سره کړی، له ماتحتو او خادمانو سره یې د نیک چلند ښودنه کړی، پر کشرانو یې د شفقت او مشرانو ته یې د احترام توصیه کړی، همسایه او ګاونډي ته یې حقوق ورکړي، تر دې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: زه په دې وویریدم چې ګاونډي ماسره په کور کې هم حق لري، د حیواناتو حقوق یې واضح کړل، د هغوی د ذبحې شرائط یې وړاندې کړل او داسې نور.

کفر د بشر حقوق په کومه توګه پلي کړل، هغه تاسو د بخارا، سمرقند، عراق، الجزائر، صوماليا، اندلس، ترکستان، افریقا، ترکیې، فلسطین، افغانستان او عربي نړۍ له تاریخ او همدا راز د اوسني روان وضعیت څخه درمعلوم کړئ، چې دوی په رښتیا بشر ته کوم حق ورکړی، یواځې دا چې غلام یې وساتي، ماتحت یې اوسې او هره خبره به یې په ځان منې.

همدا راز اسلام د بشر په حقونو کې ښځې ته بیا ځانګړی مقام ورکړی، تاسو د جاهلیت له دوره راواخلئ، بیا تر ننه پورې په کفري نړۍ کې د ښځې حقوق وګورئ، هغه کفار چې علناً به یې ویل، ښځه یو حیوان دی او یواځې زموږ د نفع او ګټې اخیستنې لپاره پیدا شوې، نن اسلامي نړۍ ته د ښځې د حق ورکولو ښودنه کوي، نننیو کفارو بیا ښځه لا بې عزته کړه، هغه ښځه چې په عزت سره ناسته وه، نن یې بې پردې کړه، بازار او عام محضر ته یې راوویسته او د حقونو د ساتنې په نوم یې د دوی عزتونه لوټ کړل، خو اسلام یې هر راز ساتنه کړی، له وړوکي تر لویه او له لویه تر وړوکي ټول حقوق یې په سالمه توګه ورکړي  او د عزت سرتاج یې جوړ کړی.

که په پرتلوي توګه وګورو، سلګونه کلونه مسلمانانو پر بیلابیلو سیمو حکومتونه کړي، له دوی نن هم وپوښتئ کفارو به خپل تحفظ او ساتنه د اسلامي حکومت تر سیوري لاندې تیرولو کې کتله، پرون که اندلس آباد و، د علم او تمدن یوه لویه سیمه وه، همدې کفارو به هلته د اسلام په پوهنتونونو او جامعاتو کې په درس ویلو فخر او ویاړ کولو، ولې چې حقوق یې خوندي وو، هر هغه حق ورکول کیدلو چې انساني کرامت یې تقاضا کوله، خو نن بالعکس تاسو وګورئ چې پر کومه سیمه کفارو ولکه ټینګه کړی، هلته یې کوم وحشت نه دی ترسره کړی، هغه کفار چې په اندلس کې له ښځو سینې پرې کړې، نن په کومه خوله اسلام ته د ښځو د حقونو ښودنه کوي.

مسلمانه! که بیدار شوې، تاریخ دې وکتلو، هغه حقوق چې اسلام تاته درکړي، په سالمه توګه یو بل ته ورکړل، د ښځو منزلت دې وپیژندلو، له غربي افکارو سره دې مقابله وکړه، ټولنه کې دې د اسلام رښتینې صله رحمي عامه کړه، نو بیا به خپله ټولنه او نظام درته جنت ښکاري، حقوق په اجتماعي ډول عملي کیږي، فردي حقونو سره هیڅکله ټولنه نه جوړیږي، بلکې په ټولنیزه توګه یو بل ته په درناوي جوړیږي .ان شاءالله.

م حماد شېرزاد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button