سرلیکنې

د بشري مرستو په نامه دې روان فعالیتونه ښه په غور وارزول شي

نړیوالو ته جوته ده چې د اشغال ترخاتمې وروسته که څه هم د لوېدیځ سیاسي مشران اسلامي امارت سره پر تعامل تکراري ټینګار کوي، خو په باوري توګه د لمر په شان ښکاره ده چې له دغه دریځه د هغوی اصلي موخه د افغان ولس ترمنځ د خپلو فاسدو او فتنه اچوونکو فعالیتونو پرمخ بېول دي.

نړیوالو ته جوته ده چې د اشغال ترخاتمې وروسته که څه هم د لوېدیځ سیاسي مشران اسلامي امارت سره پر تعامل تکراري ټینګار کوي، خو په باوري توګه د لمر په شان ښکاره ده چې له دغه دریځه د هغوی اصلي موخه د افغان ولس ترمنځ د خپلو فاسدو او فتنه اچوونکو فعالیتونو پرمخ بېول دي.

ځکه موږ ټول د سر په سترګو وینو چې له نږدې یونیم کال راهیسې یې زموږ د نظام ټینګښت او پېژندنې پر ځای د محاصرو او بندیزونو یولړ نوي ګامونه هم اخیستي  اویقین دی چې لا نور به هم اخلي. پرته له شکه هغوی داسې تعامل غواړي چې د بشري مرستو په عنوان سره په مرکز او ولایاتو کې له بېلا بیلو چارواکو سره مجلسونه  او لیده کاته ولري، هغوی ته هم د مرستو او تعامل ډاډ ورکړي، د هغوی نظریات هم واوري او په دې هیله چې دوخت په تېریدو سره به ځینې موافقین هم ومومي او دا به هم وریاده کړي چې د امارت مشرانو کې ځینې توند لاري او ځینې منځلاري اشخاص شتون لري! موږ  غواړو دلته د مسؤلینو پام څو حقایقو ته را واړو: لومړی دا چې تر هرڅه ړومبی لازمه ده چې په لوړه سطحه د بشري مرستو په نامه روان فعالیتونه ښه په غور وارزول شي او دا نتیجه ترلاسه شي چې تعامل او بشري مرستو څومره ګټه او څومره زیان را رسولی؟ دویمه خبره داده چې د یوناما او نورو مؤسساتو سره ملاقاتونه ښه محدود شي، باید یوازې په نړیوال شیطانت باخبر کسان ډېره لنډه کتنه ورسره ولري، دریم  دا چې د امارت ګرد سره مسؤلین او عام افغان ملت له هرې لارې و پوهول شي چې یاد خلک له ټول اسلام، ټول امت او په تېره اسلامي امارت سره نه یو وېښته خوا خوږي لري، نه يې پرته له شر او فساده کوم خیر ورباندې پېرزو دی او نه به ترابده له دښمنۍ او شرار ته لاس واخلي. څلورم دا چې یاد غلیم همېشه هڅه کړې چې پیاوړي اسلامي حرکتونه په همداسې څو ډلو ووېشي، لومړی یوه او وروسته بله ډله خپلو د سیسو کې راګیر ا وله منځه یوسي خو موږ باید په پاخه ایمان دا ومنو چې پرېښوونکي د هیچا نه دي. پنځم داچې زموږ د دې ټینګار مطلب دانه دی چې زموږ برحاله نظام کې یو لړ اصلاحات  اړین نه دی یا داچې په هر صورت دې له ګردې نړۍ سره په غیر ضروري او نا معقولو دریځونو ټینګار وکړو. بلکې موږ ټول باید د افغان مؤمن او مېړني ولس هر ارخیز ملاتړ همېشه له ځان سره ولرو. ځکه یو شمېر غیر ضروري اقدامات نه یوازې دښمن ته تبلیغاتي مواد په لاس ورکوي، خپله د ملت ترمنځ هم د بېلابېلو دریځونو غوره کولو لامل ګرځي او دا شان د امارت حیثیت کمزوری او د خلکو مخالف معرفي کوي. لڼده داچې ټول افغانان حکومت او رعیت باید د دښمن په دروغجنو تبلیغاتو ونه غولېږي، خپلې بې سارې قربانۍ له یاده ونه باسي، د اعلا کلمة الله د هېواد خپلواکې او ملت د خدمت اوسوکالۍ ارمانونه هېرنه کړي او نه په هیڅ صورت ترې شاته شي. البته ځینې اړین اصلاحات طبعاً داسې شته چې باید مشران یې په اړه اتفاقی پرېکړې ته ورسېږي. تر څوله همدغو موضوعاتو خدای دې نه کړی، کومه داسې ستونزه را ونه زېږي لکه پخواني مجاهدین چې ورسره مخ  او د مجاهد ملت ټول ارمانونه یې له خاورو سره خاورې او ټول هېواد او ملت یې په نړۍ کې رسوا کړل همدا ټکي د زښته ډېر غور  او لازمو اقداماتو غوښتونکي دي. خدای تعالی دې وکړې چې په اړه یې هیڅ ډول غفلت ونه شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button