مقالې او تبصرې

د بشري حقونو په اړه د يوناما يو اړخيز رپوټونه

   په لومړیو وختونو کې يې ډيپلوماسي او جوړښتونه ډېر ساده وو، خو د وخت په تېرېدو سره دغه جوړښتونه ډېر پېچلي شول. نن ورځ په نړيوالو اړيکو او سياست کې بين‌المللي سازمانونه چې د څو اړخيزې ډيپلوماسۍ غوره بېلګې دي، بنسټيز رول لري. له دغو بین المللي سازمانونو څخه یو هم د ملګرو ملتونو سازمان دی،چې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد له یرغل سره سم يې په دغه هېواد کې فعاليتونه پراخ شول. د تنظمي جګړو پر مهال يې هم څو وارې د تنظیمونو مشران د خبرو اترو مېز ته سره کېنول خو هېڅ پايله يې ور نه کړه.د امریکا په مشرۍ د لوېديځ ټلوالې تر  نیواک وړاندې د افغانستان اسلامي امارت او شمالي ټلوالې تر منځ  هم ملګرو ملتونو د مذاکرې او منځګړيتوب هڅې وکړې،خو په زړه پورې پايلې يې نه درلودلې.له هغه وروسته چې کله په ۲۰۰۱ زیږدیز کال  کې امریکا او ملګرو هېوادونو يې پر افغانستان يرغل وکړ، د ملګرو ملتونو سازمان سره تړلي او ناتړلي ګڼ شمېر بین المللي او ملي بنسټونه فعاله شول،چې يو له هغو د ملګرو ملتونو د سياسي استازولۍ (يوناما) دفتر دی.

د ملګرو ملتونو د هېواد ټیم (UN Country Team) له لارې له یوناما سره په همغږۍ د ملګرو ملتونو سازمان ګڼ تخصصي آژنسونه، پروګرامونه او صندوقونه کار کوي، ترڅو په پرمختیايي او بشردوستانه برخو کې له فعالو ښکېلو اړخونو سره لا زیاته همغږي رامنځته کړي. اوس مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو تر ۲۷ آژانسونه، صندوقونه او پروګرامونه د غیر مقيمو ادارو په ګډون شتون لري.هېواد کې د ملګرو ملتونو شمېر ته په کتو سره د هغوی د فعالیت ساحه هم پراخه معلومېږي، خو دلته موږ هڅه کوو يوازې د بشري حقوقو په برخه کې د يوناما د څه باندې دوو لسيزو پر فعاليتونو بحث وکړو.

یوناما پر خپل رسمي ویب پاڼه ليکلي چې دوی د یوې بې طرفه او خپلواکې ادارې په توګه، د باور وړ او کره معلوماتو چمتو کولو ته دوام ورکوي او  په جدي ډول بې پرې او خپلواکه اداره ده،خو که په څه باندې دوو لسيزو کې د انساني حقوقو په برخه کې د دغه سازمان له لوري کوم رپورټونه خپاره شوي، لږ بحث وشي؛ له هغو څخه ښه درک کېدلی شي چې دوی څومره بې پرې دي. د دوی په رپوټونو کې به د بشري حقوقو د نقض او ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې په برابر تر ډېره د ملامتۍ او ښکېلتیا ګوته د افغانستان اسلامي امارت ته نیوله، په ‌داسې حال کې چې زیاتره مرګ ژوبله به د بهرنیو او کورنیو ګوډاګیانو د شپنیو چاپو او بمباريو له امله وه.

د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه د یوناما له لوري ورکړل شوي معلومات به د مقاومت د اصلي اړخ له ‌خوا په مکرر ډول ردېدل او یاد بنسټ به يې په جانب دارۍ تورناو. د بهرنیو ځواکونو د حضور پر مهال ډېر داسې موارد وو چې د هغو په اړه به د یوناما معلوماتو د سيمه ييزو خلکو او عیني شاهدانو د معلوماتو سره مځکه او آسمان توپير درلود،نو له همدې امله د یوناما د رپورټونو اغېز د جګړې پر اصلي اړخونو کم و او تر ډېره بریده به یاد رپورټونه د افغانستان اسلامي امارت په تړاو په کور د ننه او بهر کې د عامه افکارو د مغشوشولو او یو شمېر داخلي او بهرنیو مطبوعاتو لپاره د پروپاګند یو ښه سرچینه شوه.

په جګړه کې د ښکېلو ماشومانو په تړاو د یوناما د رپورټونو پيلتوب هم خورا ښکاره و. دوی به په دغه ډګر کې هم په‌ خپلو رپورټونو کې تر ډېره د پړې ګوته طالبانو ته نیوله او پر هغوی یې تور پورې کاو،چې ګواکي ماشومان په جګړه ييزو او استخباراتي موخو کې کاروي.یوناما په‌خپلو رپورټونو کې پر یو شمېر جعلي صحنه سازيو چې د استخبارتي کړیو له لوري جوړېدې، استناد کوي،خو په جګړه کې د داخلي ګوډاګیانو په لیکو کې د ماشومانو څخه ناوړه ګټې اخيستنې ته چندان پوښښ نه ورکول کېده.په‌داسې حال کې چې هغه مهال د داخلي اجیرو جنګیالیو په ليکو کې له ماشومانو څخه ناوړه استفاده خورا ډېره وه، حتی په لرو پرتو سیمو کې خو کشران په جبر ناوړو کړنو ته هڅول کېدل.د هېواد پر یو شمېر لویو لارو به تلوونکي مسافر په زور د اجیرو اربکیانو له لوري بېګار کېدل او حتی ځينې وخت به له هغوی سره مل کشران د شاقه کارونو او جنسي موخو لپاره راګرځول کېدل. پر یوه داخلي اجیر جنرال باندې د اوو نظامي امریکایانو او د هغوی د درېیو سپيو له لوري جنسي تیري ته ورته قضيې هېڅ وخت یوناما ثبت نه کړې.دې ته ورته نورې بېلګې د اجیرې ادارې په بېلا بېلو بنسټونو او د اشغالګرو په ليکو کې کمې نه وې.

  د بشري حقوقو د سرغړونې په برخه کې به یوناما د خپلو رپوټونو د معلوماتو لپاره د بهرنیو او کورنیو ځواکونو پر استخباراتي معلوماتو تیکه کوله او د اشغالګرو تر توافق وروسته به يې معلومات رسنيز کړل، دا هغه څه دي چې د کای ايډه په کتاب کې هم ورته اشاره شوې ده. کله چې د طالبانو تر ولکې لاندې په کومه سیمه کې د نیواکګرو یا داخلي اجیرانو له لوري بمبارد کېده طالبانو به تل له ناپيلو جهتونو غوښتنه کوله چې د حقیقت موندنې لپاره سيمې ته سفر وکړي خو يوناما ډېر نادر د طالبانو تر ولکې لاندې سيمو ته سفر کاوه.له افغان ښځو څخه هم د یوناما ملاتړ د افغاني او ديني ارزښتونو خلاف افراطي او وسيلوي کچې ته رسېدلی و او دی، په هر اداره او ارګان کې د جنډر مساواتو؛ د همدغې پاليسۍ تر عنوان لاندې اخلاقي فساد ته زمينه برابروله. په سياسي او ټولنيز ډګر کې به يې تل د اسلامي او افغاني ارزښتونو خلاف د بې بندو بارو ښځو او اشخاصو ملاتړ کاوه، په‌ دې اړه ايډه په خپل کتاب «په افغانستان کې د واک پر سر شخړه» د پروېژ زکام بخش د خوشي کولو  په برخه کې د حامد کرزي او خپلو هڅو يادونه کوي. همدغه ډول دريځ نیوني وې چې د یوناما اعتبار او حيثیت ته يې زيان ورساو او د دغه سازمان پر مثبتو فعاليتونو يې هم سيوری وغوړاو. که واقعاً یوناما غواړي له افغان حکومت سره له نږدې کار وکړي او هڅې يې د افغانانو لپاره اغېزناکي واقع شي، بايد له دې وروسته د افغانانو کلتور او دیني ارزښتونو ته په پاملرنې سره فعاليت وکړي.

د افغانستان اسلامي امارت اړوند مسؤلينو هم وخت په وخت په خپلو رسمي غبرګونونو کې د یوناما بې پرېوالي ته ګوته نیولې او هغوی ته يې له حقیقت څخه ليرې يو اړخيزو رپوټونو د نه خپرولو سپارښتنه کړې. د افغانستان اسلامي امارت د یوناما له ټولو وروستي رپوټ ته په غبرګون کې ويلي چې دغه ډول رپوټونه له افغانستانه د فراریانو د معلوماتو پر بنسټ جوړېږي او يا د دغه بنسټ په د ننه کې ځينې داسې کسانو ځای نیولی چې له هغه څخه په ناوړه ګټه اخيستنه د افغانستان پر ضد پروپاګند خپروي.

په ټوله کې په ډله‌ييز غرب او د ملګرو ملتونو سازمان پورې اړوند د بشري حقوقو بنسټونو باندې دا نیوکه کېږي چې د افغانستان او عراق په جګړو کې د امریکايي او يو شمېر نورو غربي هیوادونو ځواکونو له لوري د بشري حقوقو څخه سرغړونې يې لږ ثبت کړي.په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پر سياسي استازولۍ هم دا نیوکه ده،چې د ناټو په مشرۍ د بهرنیو او داخلي اجیرو ځواکونو له لوري بشري حقوقو اړوند سرغړونې يې له پامه غورځولې او سترګې يې ورباندې پټولې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button