
د بری راز په يووالی کې نغښتې دی
که موږ په خپلوکې سره یو موټي شو دنړۍ هېڅ ځواک مونه شي ماتولی دلاس ګوتې چې کله یوه یوه وي ماشوم هم کولای شي زموږ یوه یوه ګوټه ماته کړي خو کله چې زموږ دلاس همدغه یوه یوه ګوته سره را یو ځای کړو نو بیا سوک ترې جوړېږي او سوک بیا دخلکو خولې ماتوي. په افغانستان کې قومونه استوګڼه لري اوپه ديرشو بېلابېلو ژبو خلک خبرې کوی خو ټول دیوه افغان په نوم یادېږي او افغانستان د ټولو قومونو ګډ کور دی وطن دمور حیثیت لري او په موږ ټولو حق لري چې دهغې په خدمت او ساتنه کې په ګډه نه ستړې کيدونکې کوښښ وکړو ترڅو مو هېواد دنړۍ دنورو پرمختللو هېوادونو سره دسیالۍ جوګه کړو پردي موږ ته وطن نه جوړوي، پردي خوزموږ دملت په نابودۍ او ورانولو پسې دي. رنګارنګ تخریبي ډلې ټپلې روزي او زموږ دبېوزله اوبېګناه ولس د وژلو په موخه يې افغانستان ته را استوي. پردي دلته خپلې موخې او اهداف لري ترڅو چې زموږ ولس اوحکومت په خپلو کې سره یو موټی نه شي او د واحد افغانستان دجوړولو او پرمختګ لپاره خپله لاس پکار نه شي موږ دسیمه ییزو او نړیوالو دښمنانو دپټو پلمو او توطیو مخه نشو نیولای ترهغې چې حکومت اوملت په ګډه لکه څنګه چې د روسیي، انګریزي اوامریکايي اشغالګرو په مقابل کې په یووالی سره جهاد اومقابله وکړله راځۍ د سیاست په ډګرکې هم خپله پوهه او یووالی نړيوالو ته ثابت کړو او دافغانانو تېر برم یوځل بیا راتازه کړو چې په لویو امپراطوریو مو واکمنۍ درلودي. په همدې هيله دیوه ودان او سرلوړي افغانستان په هيله .