
د بریتانیا پارلمان د دفاعي کمېټې مشر:بریتانیا دې افغانستان کې خپل سفارت بېرته پرانیزي
د بریتانیا پارلمان د دفاعي کمېټې مشر ټوبیاس ایلووډ وايي، بریتانیا باید په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي او له اسلامي امارت سره خبرې پیل کړي.
د بریتانیا پارلمان د دفاعي کمېټې مشر ټوبیاس ایلووډ وايي، بریتانیا باید په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي او له اسلامي امارت سره خبرې پیل کړي. ایلووډ چې تازه د افغانستان له سفره ستون شوی، ټېلېګراف ورځپاڼې ته مقاله کې ليکلي چې هغه جدي پرمختګ کتلی او باوري دی چې اوس د دې وخت را رسېدلی چې له اسلامي امارت سره خبرې پیل شي که څه هم دا به ډېرو ته ښه نه ښکاري. ټوبیاس اېلووډ د بریتانیا د واکمن محافظه کار ګوند سیاستوال دی. هغه زیاته کړې، دا ګامونه د دې لپاره حیاتي دي چې افغانستان بیا د بې ثباتۍ، ترهګرۍ او ډلهييزې کډوالۍ بل پړاو ته د ننه نشي. توبیاس اېلووډ د امنیت ښه کېدل، د خلکو ازاد تګ راتګ، د پخواني حکومت پر مهال د پراخ اداري فساد ورکېدل او د نشهيي توکو د تور کاروبار پیکه کېدل د افغانستان مهم بدلونونه یاد کړي. دغه بریتانوي سیاستوال د کجکي برېښنا بند په څېر د ځینو پروژو فعالېدل او د کانونو استخراج هم په افغانستان کې د پرمختګ نښې بللې دي.