ګزارشهیواد

د برښنا شرکت رئيس د کندهار د صنعتکارانو غوښتنې واورېدې

د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرائيوي رئيس ملا محمد حنيف حمزه، کندهار ته د خپل سفر په بهير کې، د دغه ولايت له صنعتکارانو او سوداګرو سره وکتل.د افغانستان برښنا شرکت په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې په دې کتنه کې د کندهار صنعتکارانو او سوداګرو خپلې ستونزې، غوښتنې او وړانديزونه شريک کړي او د حل غوښتنه يې کړې ده.دغه راز د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرائيوي رئيس، د يادو سوداګرو او صنعتکارانو د ستونزو، غوښتنو او وړانديزونو په اورېدو سره؛ امکاناتو ته په کتو دوي ته د برښنا ستونزو د حل او د آسانتياوو د پراختيا ډاډ ورکړي دي.له دې وړاندې هم د برېښنا شرکت رهبري د هېواد بېلابېلو زونونو ته په سفر کې، له سيمه ييزو سوداګرو او صنعتکارانو سره ليدلي او د برښنا خدماتو په اړه يې ورسره خبرې کړې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button