مقالې او تبصرې

د برښنا زياتره تولیدي فابريکې د کابل سیندیزې حوزې  د پاسه جوړې شوي

52 / 100

برښنا د بشرتر ټولو مهمه او اساسي اړتیا ده او نه یوازې د کورونو د تنویر لپاره ترې کار اخیستل کېږي،بلکې د صنعتي فابریکو لوی لوی څرخونه یې هم په حرکت را وستي دي، د برښنا دا مهم او حیاتي نعمت دادیسن په نامه د یوه امریکایي عالم په ذریعه چې د ۱۸۴۷م او ۱۹۳۱ م کلونو ترمنځ یې ژوند درلود کشف شو، په رښتیا هم د ادیسون اختراع د بشر د خوښې او د زړه له کومې منلې تقاضا وه، خو د هغه چا په حال چې د ژوند بڼو د نابودۍ لپاره یې اتم کشف کړ او دا بشري ناروا ترې په ځای پاتې شوې ده. په اصل مطلب راڅرخو ، داچې په کور د ننه د کومې سیندیزې حوزې د پاسه په کومو ظرفیتونو د برښنا  تولیدي فابریکې او د اوبو د ذخیرې بندونه جوړشوي؟  دا به له موږ مرسته وکړي،چې د خپلې ملي هستۍ یا برښنایي انرژۍ د تولیدي فابریکو په اړه په زړه پورې آفاقي معلومات ولرو.

په افغانستان کې د برښنا د تولید لومړنۍ فابریکه په ۱۹۲۰میلادي کال د کابل سیندیزې حوزې اړوند د سالنګ سیند دپاسه د جبل سراج په سیمه کې جوړه شوه چې دا په حقیقت کې په افغانستان کې د برښنا تولید لومړنۍ پيلامیزه فابریکه وه، د یادې فابریکې برښنا د ۴۰۰پایو په ذریعه وه، د ده سبز او بګرام له لارې کابل ته راغله او د کابل په ارګ کې یې لومړني څراغونه روښانه کړل. د برښنا تولید دویمه فابریکه د چک وردک تولیدي فابریکه وه چې د کابل په سیندیزه حوزه کې د چک وردک د سیند د پاسه په ۱۹۳۶ میلادي کال د جرمني انجنیرانو په ذریعه جوړه او تولیدي ظرفیت یې د درېیو توربینو په تشکیل کې ۳۳۶۰ کیلو واټه فی ساعت ثابت شو، په پیل کې د دې فابریکې برښنا هم کابل ته راتله،خو کله چې د سروبي او ماهیپر برښنا د تولید فابریکې جوړې شوې د چک وردک برښنا د سیمې په خلکو ووېشل شوه،خو په خواشینۍ سره چې د وخت په تېرېدو سره د نه پاملرنې له امله استهلاک شوه.

درېیمه د سروبي برښنا تولیدي فابریکه ده چې دا هم د کابل د سیندیزې حوزې اړوند د سروبي په ولسوالۍ او د ورېښمین تنګي په پیل کې د جرمني متخصصینو په ذریعه له ۱۹۵۱ م کال څخه تر۱۹۵۷م کال پورې جوړه او بشپړه شوې ده، تولیدي ظرفیت یې د، دوو، توربینو په درلودلو سره ۲۲ زره کیلو واټه تثبیت شوی اوپه ۱۹۵۷ کال یې په تولید پیل کړی، د دې فابریکې برښنا هم د هوایي لینونو په ذریعه د کابل ښار د تنویر لپاره راغلې ده، د دې فابریکې بند هم اوس د رسوباتو له وجې ۸۰ سلنه ډک شوی او یوازې د یو ملیون متره مکعب اوبو د ذخیره کولو توان لري. څلورمه د نغلود برښنا تولیدي فابریکه ده چې د کابل سیندیزې حوزې د پاسه د کابل په ختیځ ۷۰ کیلومترۍ کې د پنجشېر سیند د پاسه د پخواني شوروي په مرسته له ۱۳۳۹نه تر ۱۳۴۶ کال پورې د ۸ کالو په موده جوړه او بشپړه شوې ده، د تولید مجموعي ظرفیت یې د درېیو توربینو په ذریعه  ۹۷زره کیلو واته ثابت شوی،چې د برښنا تولیدي فابریکو ترمنځ یې تولیدي ظرفیت له ټولو لوړښودل شوی ، د دغه بند کاسه د۵۳۰ ملیونو مترمکعب اوبو د ذخیرې توان لري . پنځمه د ماهیپر برښنا تولیدي فابریکه ده چې اوبه یې موسمي او د کابل په ختیځ ۴۰کیلومترۍ کې د یوې تنګې درې په مجراکې د جرمني متخصصینو په ذریعه د دوو کالو په اوږدو کې جوړه شوې د دې فابریکې د اوبوکانال د غره په سینه د یوه حیرانوونکي تونل په ذریعه تېرې شوې څو د برښنا تولید د فابریکې (سرکو) ته رسېږي دغه فابریکه د اوبو د موجودیت په صورت کې د۶۰ زره کیلو واټه برښنا تولید ظرفیت  لري.

شپږمه د درونټې برښنا تولیدي دستګاه ده چې له بنده یې دوې ګټې پورته کېږي لومړی د دغه بند په دیوال کې د ۱۱زره کیلو واټه په ظرفیت د برښنا تولید یوه فابریکه فعالیت لري چې برښنا یې د جلال آباد ښار تنویروي،دوهم داچې دغه بند چې دیوال یې ۲۲ متره لوړوالی لري د جنوب ختیځ په لور یو لوی کانال چې ۴۷ کیلو متره اوږدوالی او د ۱۵۰ زره جریبه کرنیزې مځکې د خړوبولو توان لري ترې پورته شوی،چې د دغه بندکارونه هم د شوروي د متخصصینو لخوا ترسره شوي دي.

نه یوازې د کابل سیندیزې حوزې د پاسه د برښنا تولید پورته یادې فابریکې جوړې شوې بلکې د هلمند سیندیزې حوزې دپاسه هم د ۳۳زره کیلو واټه په مجموعي ظرفیت د کجکي برښنا تولیدي فابریکه جوړه شوې چې د کندهار، ګرشک او بست د اوسېدونکو د کورونو د تنویر لپاره کارول کېږي.

د پلخمري برېښنا تولیدي فابریکه هم د جرمني د زیمنس کمپنۍ لخوا جوړه شوې تولیدي ظرفیت یې د درېیو ماشینونو په ذریعه ۴۲۰۰کیلو واټه دی په یوه ساعت کې تثبیت شوی دی، همدارنګه د بغلان د خان آباد په ولسوالۍ کې هم د برښنا تولید یوه نسبتاً کوچنۍ فابریکه شته چې تولیدي ظرفیت یې ۱۴۰۰کیلو واټه دی او د کندز او خان آباد د ښارونو د تنویر لپاره ترې ګټه پورته کېږي.

په افغانستان کې د برښنا تولید فابریکې د نورو سیندونو د پاسه هم جوړېدای شي چې په دې ډله د هلمند سیند د پاسه د نغلو په شان له سیانګ څخه ترپل افغان پورې د بهسودینو په دواړو ولسوالیو کې په لسګونو فابریکې جوړېدای شي چې اوبه یې هم دایمي او ستندرد دي همدارنګه له سروبي ښکته په ورېښمین تنګي کې هم په عین ساختمان د لسګونو فابریکو د جوړېدو امکان شته، له بل پلوه د ماهیپر، چک وردک او جبل سراج برښنا تولیدي فابریکې د موسمي اوبو لپاره جوړې شوې د ماهیپر برښنا د تولیدي فابریکه خو له سږ کال څړموني دونیمو میاشتو پرته د څو تېرو کلونو را پدېخوا د اوبو د نشتوالي له امله پرچاو وه ، همدارنګه د چک وردک فابریکه هم د ځینو ملحوضاتو پربنا له پامه غورځېدلې ، د ډنډ کاسه یې د رسوباتو له وجې د خاورو او خړونه داسې ډکه شوې،چې پاکول یې زیات لګښت غواړي،،نو په کار ده چې د برښنا د تولید اساسي غم وخوړل شي د پردیو هېوادونو وارداتي برښنا به د کوم ضمانت له مخې د باور وړ وبلل شي ځکه نن شته سبا د یوې پلمې په ترڅ کې پرچاو ده ، ښه به دا وي چې د خپلو دایمي اوبو منابع سروې کړو او د برښنا د تولید فابریکو جوړولو ته اقدام وکړو.

حیا ت الله حلیم

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button