اقتصاد

د باميانو مرکز کې د اوبو رسولو کانال جوړ شو

د باميانو ولايت د مرکز سيد آباد په سيمه کې د اوبو رسولو يو کانال، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام د دفتر (UNDP) په مالي مرسته جوړ شوی و، ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.د باميانو د والي له دفتر څخه وړمه ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ،چې دغه کانال د ۳۰ ميليونه افغانيو په لګښت چې د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام د دفتر له خوا تمويل شوی دی، جوړ شوی.د باميانو  والي د دې کانال د کار د پيل په مراسمو کې وويل: د اوبو رسولو د دغه کانال پروژې په عملي کېدو سره به د باميانو د مرکز سيد آباد د اوسېدونکو د کرنيزو اوبو د کمښت ستونزه هواره شي او خلک به وکولای شي پرته له انديښنې او په اسانۍ سره د هغوی کرنيزې اوبه برابرې کړي.مولوي عبدالله سرحدي زياته کړه: د عامه ګټو د پروژو پلي کول، چې د خلکو اړتياوې دي او خلکو ته ګټه رسوي، د باميانو  د سيمه ييزې ادارې رهبري هم هڅه کوي ،چې پرمختيايي پروژې پلي کړي.

همدارنګه په افغانستان کې د اسلامک ريليف موسسې عمومي رئيس وويل:  اسلامک ريليف موسسه چې خلکو ته د کار زمينه برابروي، دا ځل يې د سيد آباد سيمه چې د باميانو د مرکز اړونده يوه برخه ده تر پوښښ لاندې نيولې ده.
د يادونې وړ ده، چې د کرنيزو اوبو د دغه کانال پروژه، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام (UNDP) له خوا تمويلېږي او د اسلامي مرستو موسسي له خوا پلې کېږي، د ٣٠ ميليونه او ٢١٨ زره افغانيو په لګښت د اوبو رسولو کانال دى.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button