اقتصادټولنه او کلتور

د باميانو د کاروانسرای بيا رغونه د ګرځندوی برخه کې ستر ګام دی

باميانو کې يو لرغونی کاروانسرای چې ۵۰۰ کاله تاريخي مخينه لري بيارغول کېږي.د دغه تاريخي ځای پر بيارغونې ۳ ميليونه او ۵۰۰ زره امريکايي ډالره لګښت راځي او د يوه نړيوال بنسټ له لوري ورکول کېږي.دغه ۴۵۰ متره مربع کاروانسراي له ننه ۵۰۰ کاله وړاندې د باميانو ښار سويلي دروازه کې د مسافرو د دمه ځای او د سوداګريزو توکو بارولو په موخه جوړ شو،.خو د ډېرو کلونو په تېرېدو ددې لرغوني ځای ډېری برخې ويجاړې او ياهم له منځه تللې دي.د باميانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس وايي:  د دې تاريخي ځای د بياجوړولو چارې د ۳ ميليونه او ۵۰۰ زره امريکايي ډالرو په لګښت د يو نړيوال بنسټ له لوري پيل شوې او تر راتلونکو درېوو کلونو پورې به بشپړې شي. د ده په خبره دا لرغوني ځای به د ګرځندوي پر يو مرکز بدل شي.د باميانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس، صفي الله رايد وايي:  (( دغه کاروانسرای د خپلې لومړنۍ نمونې په توګه بېرته رغول کېږي، ۳ اعشاريه ۵ ميليونه ډالره لګښت غواړي چې دغه کاروانسرای و رغول شي او په درې تر څلورو کلونو کې به بشپړ شي.))پلي کوونکي انجنير، ناصر صمدي هم وايي:  (( د دغه کاروانسرای د جوړولو لپاره له هماغو لومړنيو موادو کار اخيستل کېږي. د دې لپاره چې هماغه تاريخي اصالت يې وساتل شي.)) د باميانو پوهنتون استاد، سيد عبدل سجادي هم ويلي:  (( د لرغونو اثارو ساتنه او له ويجاړۍ يې مخنيوی، د ګرځندوي صنعت د غوړېدو په برخه کې غوره رول لوبوي.))په ورځني ډول اتيا کارګر د دغه کاروانسراي جوړولو کې پر کار بوخت دي او ۴۰۰ افغانۍ مزدوري اخلي.کارګر، سيد مهدي وايي: (( د ورځې ۴۰۰ افغانۍ زموږ کاري مزد دي، دا کار ډېر ښه دی. که دغه کاردوام و مومي زموږ د ژوند د اړتياوو په پوره کولو کې مرسته کوي.)) کارګر، فقير شاه هم وايي:  (( د دغه کاروانسرای د جوړولو کاري مزد زموږ د کورنيو لپاره ډېر ښه دی. زموږ غوښتنه دا ده چې دغه کارونه دوام پيدا کړي.))باميانو کې داسې مهال د دغه کاروانسرای د بيارغولو چارې پيل شوي ،چې تېر کال د باميانو د ضحاک ښار ځينې برخې هم بياورغول شوې او په پام کې ده ، چې د ککرک درې د تاريخي ځايونو د جوړولو چارې هم روان لمريز کال کې پيل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button