سیاست

د ا.ا.ا د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د پاکستان له دفاع وزیر سره چې د یوه جګپوړي پلاوي په مشرۍ نن کابل ته راغلی دی، وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو مناسباتو، سوداګرۍ، سیمه‌ییز اتصال او دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په باب بحث او خبرې وکړې. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د خپلو خبرو پر مهال وویل، افغانستان او پاکستان دوه ګاونډي هېوادونه دي او باید له یو بل سره ښې اړیکې ولري. د افغانستان اسلامي امارت له پاکستان سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو  پر پراختیا ټینګار کوي او دا ډول اړیکې د دواړو هېوادونو په ګټه بولي. محترم ملا صاحب زیاته کړه، لازمه ده چې سوداګري او اقتصادي مسایل له سیاسي او امنیتي مسایلو جلا او د سیاست ښکار نشي.

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، اسلامي امارت له پاکستان څخه د هغو افغانانو د خلاصون غوښتنه کوي، چې اوسمهال د پاکستان په زندانونو کې بندیان دي. محترم ملا صاحب زیاته کړه، تورخم او سپين بولدک کې باید د ټولو مسافرو لپاره لازم سهولتونه برابر او د عاجلو ناروغانو په تګ راتګ کې باید ځانګړې اسانتیاوې رامنځته شي. پاکستاني لوري د افغانستان اسلامي امارت ته د ذکر شوو مسایلو د حل ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې په دې اړه به اړوند وزارتونه او مؤظفې شوې کمېټې په چټکۍ سره کار وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button