سیاست او دولت

 ‏د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت د مالي او اداري رئيس حاجي محمد موسی اميري په مشرۍ پلاوي د تاجکستان اړوند بدخشان مرکز خاروخ کې د افغانستان له قونسلګرۍ څخه لیدنه وکړه.

‏د قونسلګرۍ د چارو د ارزونې ترڅنګ، پلاوي د افغانستان د قونسلګرۍ ودانۍ له نژدې وليدله او د بيارغونې په اړه يې خپله ارزونه د وزارت مقام سره شريکه کړه. په خاروغ کې د افغانستان قونسلګرۍ ودانۍ د وروستۍ واورې ښوییدنې له امله زيان ليدلی و.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button