
سیاست
د ا. ا. ا. د بهرنيو چارو وزير محترم مولوي امیر خان متقي په مشرۍ د افغانستان پلاوی د ازبکستان په سمرقند کې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته روان شو.
په پام کې ده چې د بهرنيو چارو وزير به د ناستې په څنډو کې د سيمې د ځينو هېوادونو د بهرنیو چارو وزيرانو سره دوې اړخيزې ناستې هم ولري.