مقالې او تبصرې

د ایران اوسنی دولت څومره ولسي او ټولګډونه دی؟

د اسلامي امارت د بیا ځلې واکمنېدو راهیسې ایران په ځلونو ویلي چې دوی د افغانستان  په اړه اندېښمن دي او هلته د یوه ټولګډونه دولت نشتون او د بشري حقونو نقض ورته د منلو نه دی.  هېښوونکې نه ده؟ هغه ایران چې د اعدامونو کچه په کې تر بل هر هېواد لوړه ده او د لږکیو په ځپنه، د ولس پر ځورونه او په نورو هېوادونو کې ورته لاسوهنې او په نیابتې جګړو کې يې ګډون ځان ته مجاز کړی.موږ وایو  چې د ایران اوسنی مستبد رژیم په هېڅ دلیل ټول‌ګډونه نه دی او نه هم ولسي ملاتړ لري. لومړی که د ایران د ولسمشر، بهرنیو چارو وزیر او نورو لوړپوړو چارواکو څرګندونې را واخلو، بیا ورپسې د اسلامي امارت غبرګون راوړم. ايراني چارواکو په کراتو ویلي چې اسلامي امارت تر هغې په رسمیت نه پېژني چې په حکومت کې لږکیو ته ځای ورنه کړي،خو اسلامي امارت تل ویلي چې د حکومت په بدنه کې د ټولو قومونو استازي شته او دولت یې ټول‌ګډ‌ونه دی.  د ایران د بهرنیو چارو وزیر په وروستۍ څرګندونه کې ويلي: (( په افغانستان کې ټول‌ګډونه دولت شتون نه لري. موږ پرېشان یو. د اوسني حکومت له استازو سره مو دا موضوع شریکه کړې ده. د افغانستان اوسني واکمنان نه پېژنو. اسلامي امارت د افغانستان د هویت یوه کوچنۍ برخه ده؛ ټول افغانستان نه دی.)) همداشان د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي هم دا ډول څرګندونې کړي. له بلې خوا، د افغانستان سرپرست حکومت تل د ټول شموله حکومت جوړولوخبره کړې او د بهرنیانو دغه راز څرګندونې د هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې او ټینګار یې کړی، چې هېڅ هېواد باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.د عبداللهیان وروستیو څرګندونو ته د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په غبرګون کې ویلي مسله دا ده چې هغه هېوادونه چې غواړي له افغانستان سره اړیکې ولري او د دغه هېواد له بیارغونې او ثبات سره مرسته وکړي هم باید دا مسئله په پام کې ونیسي چې زموږ د هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.  په افغانستان کې د نظام جوړول او جوړښت د افغانانو کار دی او په نورو هېوادونو پورې اړه نه لري.اوس راځو پر دې بحث کوو چې د ایران جمهوریت څومره ټول‌ګډونه  دی؟ که نه دوی یوه ګوته زموږ په خوا نیسي او څلور یې بېرته ځان ته برابرېږي.  په ایران کې د اعدامونو کچه تر بل هر هېواد لوړه ده. د نړۍ نږدې نیمې د اعدام پېښې په ایران کې ثبت شوې. د بشري حقونو سازمانونو په وار وار ټینګار کړی،چې په ایران کې د اعدامونو شمېر له ثبت شویو ارقامو څخه لوړ دی. که څه هم د اعدامونو مهمه برخه یې د نشه يي توکو په قاچاق پورې اړونده ده، خو ځینې قضیو ته په کتو دولت له اعدامه د یوې وسیلې په توګه کار اخلي او خپل سیاسي مخالفین په کې په یوه او بل تور وژني. دوی له  اعدامه د یوې تنګې قضایي او امنیتي اجنډا څخه د ځپونکي وسیلې په  توګه کار اخلي.  ایران عملاً په نورو هېوادونو کې په نیابتي جګړو بوخت دی. دوی په سوریه، سوډان، لیبیا او عراق کې خپل وسله وال ځواکونه  لري او د خپلو سیاسي موخو  لپاره یې اجیرې قاتلې ډلې ګومارلي. په  تېرو کلونو کې پرله پسې نیوکې وې چې ګوندي افغانان په سوریه کې ګوماري او هلته یې جنګوي .  د خپلو ولسونو پر وړاندې تل ځپونکي  عملیات کوي. ایراني ولس تل پر خپل دولت نیوکې کوي چې په بهرنیو اسلامي هیوادونو کې دې له نیابتي جګړو لاس واخلي. وړم کلونه په ایران کې انفلاسیون لوړې کچې ته رسېدلی و او د ولس پراخه ناراضیاتي په څپو شوه.  دوی عملاً د لږکیو، زردښتیانو، کردیانو، ارمني عیسایانو او نورو په ځورونه او ځپنه تورن ګڼل شوي  وو چې قضیې یې تر نړیوالو محکمو ورسېدې. ایران هېڅکله له نا ایراني سره هغه شان چلن نه کوي او نه یې هغو ته بشپړ حقوق ورکوي چې په قوم او مذهب پورې اړه ولري. په دولت کې د دوی ونډه په اوړو کې د مالګې هومره هم نه ده.  د ایران دولت په تش نوم جمهوري او دموکراتیک دی. دا ځکه چې له ولسمشریزو ټاکنو، پارلماني او ولایتي نیولې تر یوې وړې څوکۍ پورې ټولې ټاکنې یې مذهبي مشر کوي او د ولس رایه په کې غولوونکې او بې مانا ده.  د ښځو پر وړاندې یې دریځ  تر بل هر هېواده سخت دی. تازه د مهسا امیني په نامه یوه ځوانه نجلۍ پولیسو ووژله چې په  ټول ایران کې په لاریونونو بدرګه شوه او لا هم وخت ناوخت پکې لاریونونه کېږي. همداشان په ایران کې جبري او د کم عمره نجونو ودونه هم له شمېره وتلي. د ایران بهرنی سیاست د ایراني په ملي ګټو او هویت ولاړ دی. دوی ته تر بل هر څه خپلې ګټې مهمې دي. د دوی په تګلاره کې راځي چې باید د نړۍ په اړدوړ کې او هره پېښه د ایران د ګټو پر مټ تفسیر شي.  اوس تاسو قضاوت وکړئ چې ایا له ایران سره د ولس ملاتړ شته؟ دا دولت ټولشموله دی؟ نه، هېڅکله. نو هماغه کانه ده چې وایي غلبیل کوزې ته ویل چې په تا کې دوه سوري دي.

عبدالله ویاړ

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button