
د اکتوبر ۷مه ؛ د تاريخ بدمرغه ورځ..!
د ۲۱ مې ميلادي پيړۍ پيل کې د امريکا او ناټو له لوري د بشريت له ټولو اصولو او مقرراتو څخه په سرغړونه يوه بدمرغه جګړه پيل شوه.
د ۲۱ مې ميلادي پيړۍ پيل کې د امريکا او ناټو له لوري د بشريت له ټولو اصولو او مقرراتو څخه په سرغړونه يوه بدمرغه جګړه پيل شوه.
له نن څخه ۲۲ کاله وړاندې د ۲۰۰۱م کال د اکتوبر پر اوومه نيټه د امريکا په مشرۍلودېدځې نړۍ پر افغانستان برید وکړ او دلته حاکم اسلامي نظام يې راوپرځاوه.
يرغلګرو خپلو ناوړه او ناولو موخو ته د رسېدو او د افغان ملت او نړۍ په سترګو کې د خاورو شيندلو لپاره دلته يوه بلواکه اداره رامنځته کړه او د چارو واګي يې د هغو بدنامو څېرو په لاس کې ورکړل، چې د کورنیو جګړو پر مهال يې له هيڅ راز ظلم او ستم څخه دریغ نه و کړی.
خو افغان ملت، چې الله تعالی خپلواک او آزاد پيدا کړی، ډېر ژر د اسلامي امارت په مشرۍ د خپلواکۍ او استقلال د بېرته اعادې او د اسلامي نظام د اقامې لپاره په ډېرو کمو امکاناتو اوږده او ناانډوله مبارزه پيل کړه.
يرغلګرو د دغې سپېڅلې مبارزې او مقاومت د ماتولو لپاره په ټول توان او طاقت هڅې وکړې، لسګونه زره اضافي عسکر او ګڼ شمېر پرمختللي نظامي تجهيزات يې راوړل، پراخه رسنيزه جګړه يې هم پرمخ وړله او څو ځله يې د دې وضعیت د بدلون له پاره خپلې ستراتيژۍ بدلې کړې.
خو د اشغال په وړاندې د افغان ملت مبارزه يې نه يوازې کمزورې نه کړای شوه، بلکې ورځ تر بلې ځواکمنه شوه او د يرغلګرو ټولې هلې ځلې له ناکامۍ سره مخ شوې.
که څه هم په امريکا او ناټو افغانستان ته د راتګ موخه د بشري حقونو تامين او د افغانستان بيارغونه ګڼله، خو دلته يې داسې وحشتونه وکړل، چې تاريخ يې په ثبت شرميږي.
د اشغال پر مهال هيواد د فساد او نشه یي توکو د توليد په برخه کې لومړی مقام درلود، د خلکو حقونه پايمالېدل او هره ورځ په اوسط ډول له ۳۰۰ ډېرو افغانانو ته مرګ ژوبله اوښته.
له شل کلنې سختې او اوږدې مبارزې وروسته د الله تعالی په فضل او د افغان ملت د بې ساریو سرښندنو په برکت دوه کاله وړاندې د اشغال کرغیړن ټغر ټول شو او هيواد يو ځل بيا خپلواک شو.
اوس الحمدلله هيواد کې سرتاسري امنيت ټينګ دی، د فساد او نشه یي توکو د توليد کچه له ټولو ټيټې کچې ته راښکته شوه او د هيواد په ټولو برخو کې د سترو اقتصادي او انکشافي پروژو چارې روانې دي او داسې هيلې يې راټوکولي چې هيواد به مو ډېر ژر پر ځان بسيا او له نړۍ سره به سيال شي. ان شاء الله تعالی