
د اټک تاریخي کلا پېژنئ ؟
د اټک تاریخي کلا چې د سند د دریاب پر غاړه پرته ده بنسټ یې د هندوستان د دریم مغولي واکمن جلا ل الدین محمد اکبر د واکمنۍ په وخت کې د ۱۵۸۱زیږدیز/میلادي کال د مې میا شتې په۳۰مه کېښودل شو، دا هغه وخت و چې اکبر خبل میرنی ورور میرزا حکیم چې په کابل کې ګورنر و او پر پنجاب یې برید کړی و او اکبر هغه ته ماتې ورکړې وه او بېرته کابل ته ور ستون شوی و. د دغې تاریخي کلا د بنسټ ایښودنې او ودانولو په اړوند د اکبر د دربار نامتو تاریخپوه او د پیښو لیکونکی ابو الفضل علامي په اکبرنامه کې هرڅه په تفصیل او بشپړه توګه لیکلي او بیان کړي دي .اټک په اصل کې یوه ترکي کلمه ده چې د غره لمنې ته ویل کېږي .
په پخوانیو تاریخي کتابونو کې د دغې کلا د جوړولو په اړوند داسې راغلي دي :
(( کله چې اکبر پاچا دې سیمې ته راغی نو د یوې کلا او ښار جوړولو نیت او اراده یې وکړه ځکه د دغې سیمې په شمالي برخه کې نهه لکه یوسفزي افغانان ، لوېدیځ ته یې خټک افغانان ، جنوب ته یې بهنګي خیل پښتانه او ختیځ ته یې متاني ، ترین او غر غښتي پښتانه مېشت دي . د اکبر پاچا د پوهې او ځیرکتیا له امله د اټک د کلا برج اوبو ته نږدې جوړشو،چې د جګړې او د دښمنانو د بریدونو په وخت کې دکلا د ننه خلک اوبو ته اړ او محتاجه نه وي .))
په اکبر نامه کې راغلي،چې د اټک کلا د خواجه شمس الدیبن خوافي تر څارنې لاندې د ( ۱۵۸۱ او ۱۵۸۳ میلادي کلونو ترمنځ د دوو کلونو په موده کې جوړه شوه ،خواجه شمس الدین خوافي د ایران د خواف له سیمې نه راغلی و او د اکبر پاچا د دربار له نږدې او باوري کسانو نه شمېرل کېده.خواجه شمس الدین په اټک کې پنځه کلونه پاتې شو. اکبر پاچا د هندوستان د بنارس له ښاره ډېر پېړۍ چلوونکي اټک ته راوستل او دلته یې میشت کړل او د کښتیو د تلو راتلو یو بندر یې جوړ کړ.ده په دغه سیمه کې دغو کښتي وانانو ته ځمکې د جاګیرپه توګه ورکړې چې اولاده یې اوس هم هلته مېشته ده او د دوی کلی د (ملاحي نوله ) په نامه سره یادېږي .اکبر پاچا تر هغه وروسته خپل زوی شهزاده سلیم چې وروسته په نورالدین جهانګبر سره مشهور شو د اټک د کلادار په توګه وټاکه ، خو سلیم یو عیاش انسان و او شپه اوورځ به د شرابو په نشو کې ډوب و. ورسته اکبر دغه کلا راجا مان سینګ ته وسپارله.
داکبر تر مړینې وروسته جهانګیر څو څو ځلې د دغه کلا د لیدلو لپاره اټک ته راغی.
کله چې مهابت خان په (۱۶۲۸) زیږدیز/میلادي کال کې دجهانګیر پاچا پر خلاف د بغاوت جنډه پورته کړه په دغه وخت کې آصف خان او خواجه ابوالحسن د جهانګیر پاچا د پوځونو سره یوځای پر مهابت خان برید وکړ، خو راجپوتانو د هغوی دغه برید شنډ کړاو آصف خان دمها بت خان له خوا بندي شو.
کله چې شاه جهان د هندوستان واکمن شو نو پنځه ځلې داټک پر لارې کابل ته لاړ او هرځل د بېرته راتلو په وخت کې به د اټک په کلا کې تم کېده.
د شاه جهان نامې په تاریخي کتاب کې راغلي،چې شا جهان په (۱۶۷۴) زیږدیز /میلادي کال داکتوبر د میاشتې په دویمه نېټه د سند له دریابه تېر شو او د اټک کلا ته لاړ ، به دغه وخت کې د ده زوی شهزاده داراشکوه د خپل زوی سلیمان شکوه سره دلاهور نه داټک کلا ته راغلل او شاه جهان ورته یو الماس او یولک روپۍ دانعام په توګه ورکړې .
له شاه جهان وروسته د اورنګزیب په وخت کې د اټک کلادار کامل خان و، ده د یوسفزیو افغانانو سره ډېرې جګړې وکړې او ډېر شمېر یوسفزي پښتانه یې له تیغه تېرکړل او د هغو له سرونو نه یې منارې جوړې کړې .
اټک په ۱۷۵۲ زیږدیز/میلادي کال د درانیو واکمنانو لا سته ورغی ، د درانیو د واکمنۍ په وخت کې عطا محمد خان او د هغه ورور جهانداد خان د افغانستان د حکومت له خوا د اټک او کشمیر د سیمو ګورنران وو او دواړو غوښتل چې د دراني حکومت پر خلاف بغاوت وکړي ،د شاه محمود د واکمنۍ په وخت کې د ده وزیر فتح خان غوښتل چې دغو دوو ورونو ته سزا ورکړي .
جهانداد خان خو په ښکاره ډول د دراني حکومت اطاعت ته غاړه کېښودله . وزیر فتح خان د پنجاب له لارې پر کشمیر د برید لپاره تیاري ونیوله او د رنجیت سینګ نه یې مرسته وغوښتله او د هغه سره یې ژمنه وکړه که چېرې په کشمېر کې پر عطا محمد خان باندې بریالیتوب ترلاسه کړي نو دغنیمت د مالونو نه به دریمه برخه هغه ته هم ورکوي . دغه تړون د وزیر فتح خان او رنجیت سینګ تر مینځ په ( ۱۸۱۳) زیږدیز /میلادی کال د رهتاس په تاریخي کلا کې چې په جهیلم کې پرته ده لاسلیک شو او د دغه تړون له مخې وزیر فتح خان پر کشمیر برید وکړ.د دغه تړون له مخې د دیوان محکم چند په مشرۍ دوولس زره سرنېري هم وو ، څو دراجورۍ او پیر پنجال د سیمو نه د تیرېدو په وخت کې افغان پوځونو ته هر ډول آسانتیاوې برابرې کړي . سیک پوځونو د واورو او سوړ ژمي په وجه وړاندې تګ ونه کړ ، خو افغاني پوځونه وړاندې لاړل او پر کشمیر یې برید وکړ او تریوې درنې جګړې وروسته عطا محمد خان ماتې وخوړه او ونیول شو او د غنیمت ډېر مالونه د افغاني لښکرو لاسته ورغلل .د دې لپاره چې سکهانو د افغاني پوځونو سره مرسته ونه کړه نو د غنیمت د مالونو نه بې برخې شول . دغه خبره رنجیت سینګ زړه ته ور واچوله . جهانداد خان چې په ښکاره ځان د دراني حکومت پلوی ښکاره کاوه د خپل ورور عطا محمد خان سره یې خواخوږي درلودله او د دې لپاره چې دی هم د دراني حکومت له خوا ونه نیول شي نو د رنجیت سینګ سره یې په پټه اړیکې ونیولې او د اټک کلا یې د یولک روپیو په بدل کې پر رنجیت سیګ خرڅه کړه او دغه کلا د سکهانو لاسته ورغله .که څه هم وزیر فتح خان بیا د یوه ستر لښکر سره هلته لاړ، خو په ( ۱۸۱۳) زیږدیز/میلادي کال کې د ده لښکرو د سکهانو له لاسه ماتې وخوړله او د اټک کلا په بشپړه توګه د سکهانو لاس ته ورغله .
سکهانو ته د اټک کلا لاسته ورتلل ډېر اهمیت درلود او دوی د دې کلا په نیولو سره چې پوځي او سوق الجیشي اهمیت یې درلود په آسانۍ سره پېښور او د پښتنو نورې پرتې سیمې ترلاسه کولی شوې . رنجیت سینګ او سکهانو د دغه کلا د نیولو په خوشالیو کې په لاهور کې تر د دوو میاشتو پورې د خوشالۍ جشنونه وکړل او د دغه کلا په نیولو سره د رنجیت سینګ مورال نور هم لوړ شو.
تر هغه وروسته شهید سید احمد بریلوي د دغه کلا د نیولو لپاره ډېرې هڅې وکړې خو په خپلو هلو ځلو کې بریالی نه شو .
په دغه وخت کې چې چتر سینګ د سکهانو له خوا د هزاره د سیمې ګورنر و، له چتر سیګ نه غوښتل چې په لاهور کې د سکهانو حکومت دې د انګرېزانو تر اغیزې لاندې وي . په دغه وخت کې د اټک کلا د انګرېزي افسر هربرټ په لاس کې وه .چتر سینګ له د انګرېزانو نه کرکه درلودله، نو همدا وجه وه چې ده د کابل امیر دوست محمد خان ته يې بلنه ورکړه چې راشي او د هزاره پر سیمې دې برید وکړي.دکابل امیر دوست محمد خان د یوه ستر لښکر او پوځونو سره پېښور ته لاړ او د پېښو ر له لارې يې ځان اټک ته ورساوه . د امیر دوست محمد خان او چتر سینګ پوځونو په ګډه سره د (۱۸۴۸) زیږدیز /میلادي کال د نوامبر په میاشت کې د اټک کلا، کلابند ( محاصره ) کړه . په دغه وخت کې د انګرېزانو له خوا هربرټ د اټک کلا ، کلادار(قلعه دار) و.د کابل دامیر ، امیر دوست محمد خان او سکهانو تر ډېرې مودې پورې دغه کلا محاصره کړې وه او د وچې ټولې لارې یې پرې بندې کړې وې ، خو انګرېزي میجر ایبټ د سیند له لارې ورته په کښتۍ کې د خوړو او نور سامان آلاتو د لیږلو بندو بست وکړ ،خو دغه کښتۍ هم د دوو مشهور و ډبرو سره د ټکر او لګېدو په وجه چې جلاله اوکماله نومېږي او په سیند کې پرتې دي ډوبه شوه .په پای کې انګرېزي لیفټننټ هر برټ د ۱۸۴۹زیږدیز کال د جنورۍ میاشتې په ۶مه په دې وتوانید چې د دریابپر لارې د اټک له کلا نه وتښتي او په دې توګه د اټک کلا د کابل د امیردوست محمد خان لاسته ورغله .
په ۱۸۴۸ زیږدیز /میلادي کال د برتانوي هند ګورنر جنرال لارډ دلهوزي د سکهانو پر خلاف د جګړې اعلان وکړ .لومړي یې سکهانو ته د پنجاب د امرتسر په جیلیانواله او بیا د ګجرات په سیمو کې ماتې ورکړه .تر هغه وروسته انګرېزانو د امیر دوست محمد خان پر پوځونو هم بریدونه وکړل او دوی یې د حسن ابدال ، اکوړه خټک او نوښار نه پېښور ته پر شا وتمبول .
انګرېزانو د( ۱۹۴۹) زیږدیز /میلادي کال د مارچ میاشتې په ۱۷ مه د انګرېزي پوځ دافسر میجرایبټ په مشرۍ د اټک پر کلا برید وکړ او دغه کلا یې له افغانانو ونیوله او د۱۹۴۷دآګست ترمیاشتې پورې چې کله هندوستان له انګرېزانو نه خپله خپلواکي واخیستله دغه کلا له انګرېزانو سره وه .له هغه وروسته چې کله پاکستان جوړ شو د اټک کلا د پاکستان لاس ته ولوېده.
احمد راشد