
د ايران د انرژۍ له وزير سره د ملاعبدالغنې برادر ليدنه؛د ايران تخنيکي بورډ ومنله چې د هلمند د سيند اوبه څو چنده کمې شوې
داسلامي امارت د رياستالوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند د ايران اسلامي جمهوريت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې هيواد د انرژۍ له وزير ښاغلي علي اکبر محرابيان سره وکتل.
داسلامي امارت د رياستالوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند د ايران اسلامي جمهوريت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې هيواد د انرژۍ له وزير ښاغلي علي اکبر محرابيان سره وکتل.
د دغه ليدنې پر مهال دواړو لورو د اوبو مديريت، په افغانستان کې د برښنا توليد په برخه کې د ايران پر تخنيکي همکارۍ سربېره پر پانګونې، د کرنې په برخه کې د اوبولګونې له پرمختللو سيستمونو څخه پر استفادې او په دواړو ګاونډيو هيوادونو کې د وچکالۍ پر وړاندې د ګډې همکارۍ د زياتوالي په اړه بحث او خبرې وکړې.
ملا صاحب وويل: وروستيو وچکاليو د سيمې او په ځانګړي ډول د افغانستان د اوبو پر سرچينو بد اغېز کړی، چې له امله يې د ځمکې سر او تر ځمکې لاندې اوبو کچه د پام وړ کمه شوې ده. په ډېری سيمو کې د هيواد دننه خلک د ځايونو پرېښودو ته اړ شوي او ځينې نور يې بيا مهاجرت ته مجبور شوي دي.
ملا صاحب همدا راز وويل: څه موده وړاندې د ايران اسلامي جمهوريت تخنيکي پلاوی د هلمند له سيند څخه ليدنه وکړه، دوی دا ومنله ،چې د هلمند سيند اوبه تر خپلې کچې څو برابره کمې شوي او د اسلامي امارت دريځ په دې برخه کې پر ځای دي.
همدارنګه د رياستالوزراء اقتصادي مرستيال له ايراني لوري څخه وغوښتل ،چې له افغانستان سره په کور دننه د برښنا د توليد په برخه کې خپلې تجربې شريکې او تخنيکي همکاري وکړي. د ملا صاحب په خبره، افغانستان چې تازه له جګړو او اشغال راوتلی د اوبيزې، بادي، لمريزې، ډبرو سکرو برښنا د توليد په برخه کې پرېمانه سرچينې لري، چې په استفادې سره به يې په کور دننه د برښنا کمښت ستونزه حل او صنعت به ورسره د پام وړ وده وکړي.
د ايران اسلامي جمهوريت د انرژۍ وزير ښاغلي علي اکبر محرابيان د رياستالوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند ته د ايران او افغانستان له لوري د وچکالۍ پر وړاندې د ګډې مبارزې، په افغانستان کې د برښنا توليد په برخه کې د ايران پر تخنيکي همکارۍ سربېره پر پانګونې او د اوبو درست مديريت او استفادې په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.