ټولنه او کلتوردینی لیکنې

د اولادونو سپېڅلې راتلونکې

مقاتل بن سليمان رح یوه ورځ عباسي خلیفه أبو جعفر منصور ته ورغی، خلیفه ورته وويل: ماته نصيحت وکړه!

مقاتل بن سليمان رح یوه ورځ عباسي خلیفه أبو جعفر منصور ته ورغی، خلیفه ورته وويل: ماته نصيحت وکړه!

نوموړي ورته وویل: اورېدلی نصيحت که د سترګو ليدلی نصيحت؟ خلیفه ورته وويل: د سترګو ليدلی نصيحت راته وکړه.

مقاتل رح ورته وويل: امير المؤمنينه! خلیفه عمر بن عبدالعزيز رح يولس اولادونه لرل، له مړینې وروسته يې ١٨ ديناره پرېښودل، په پنځه ديناره ورته کفن واخيستل شو، په څلور ديناره ورته قبر تيار شو او پاتې ٩ ديناره يې په يوولسو اولادونو ووېشل شول.

او اموي خلیفه هشام بن عبد الملک يوولس اولادونه لرل، چې د نوموړي له مړینې وروسته هر یوه ته زر زر ديناره ميراث په برخه شو.

خو والله! یوه ورځ مې د عمر بن عبدالعزيز رح يو زوی ولید چې  سل آسونه يې د الله تعالی په لاره کې صدقه کړل او د دې برعکس د هشام یو زوی مې ولید چې په بازار کې یې سوال کول.

مقاتل زياته کړه: له عمر بن عبدالعزيز رح د مړینې پر مهال وپوښتل شو: زامنو ته دې څه پرېښودل؟ ده ورته وویل: تقوا مې ورته پرېښوده،  که نیکان وو؛ نو دنیکانو الله تعالی خپله مرسته کوي او که بد کاره وو؛ نو زه داسې څه ورته نه پرېږدم چې له دوی سره  د الله تعالی په نافرمانۍ کې مرسته وکړي.

ماځذونه: (البداية والنهاية)(سیرة ومناقب عمر بن عبدالعزيز لابن جوزي)

دا چې زموږ زمانه له خير القرون ډېره وروسته شوې او مسلمانان د عيش او هوس پرستۍ درياب په سر اخیستي؛ ځکه نو له ډېرو  سره د آخرت پر ځای د دنيا ډېر غم وي.

واکمنو وروڼو او پتمنو خویندو! اولادونو ته په تقوا سپارښتنه کوئ او د دنيا لپاره يې اخروي زیان ته مه ټيل وهئ! نيک اولادونه وروزئ چې ستاسو لپاره هم روانه صدقه وي او ژوندي هم په بسيا شي.

حسان مجاهد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button